واشنګټن ــــ د انډونېشیا پخواني مرستیال ولسمشر یوسف کالا کابل ته د خپل سفر په مهال د انډونېشیا پر دیني عالمانو ږغ کړی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې شریک شي او وړاندیز یې کړی چې د انډونېشیا د عالمانو شورا ایم یو ای په جکارتا کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ منځګړتوب ته تیار دی.
کابل ته د خپل سفر په مهال یوسف کالا د افغانستان د سولې د ملي پخلاینې د شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او نورو مشرانو سره لیدلي او د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د ښاغلي یوسف کالا له خوا په یوه بیان کې ویل شوي "یو لاره خو دا ده چې په جګړه کې دواړه ښکېلې غاړې جکارتا ته د خبرو لپاره را وغواړو، موږ به دوی د انډونېشیا د عالمانو د شورا په وسیله را وغواړو".
افغان حکومت په بین الافغاني خبرو کې د مرستې په اړه د انډونېشیا د پخواني مرستیال صدر وړاندیز ته مثبت جواب ویلی خو په دې اړه پرېکړه یې د دواړو غاړو په همږغۍ پورې تړلې ده، مګر طالبانو تر اوسه دې وړاندیز ته جواب نه دی ویلی.
ډاکټر عبدالله د انډونېشیا د عالمانو د شورا د مشر مننه کړې چې د سولې په برخه کې یې د منځګړتوب وړاندیز کړی، خو هغه ته یې په افغانستان کې د تشدد د زیاتوالي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او پر دایمي ډزبندۍ یې ټینګار کړی دی.
د انډونېشیا پخواني مرستیال صدر ویلي خپل هېواد تر ستنېدو وروسته به له پلان سره سم اوسني مرستیال ولسمشر معروف امین ته ووایي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.
نوموړي دعوه کړې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د پروګرام وړاندیز په پیل کې د انډونېشیا حکومت کړی وو او وایي د هېواد اوسنی مرستیال مشر یې د کابل له سفره خبر دی او د سولې په بهیر کې د ده د منځګړتوب د وړاندیز هرکلی کوي.
په افغانستان کې انډونېشیا سفیر عارف رچمنډ رسنیو ته ویلي د هېواد پخواني مرستیال ولسمشر یې له اوږدې مودې غوښتل دې جګړه ځپلي هېواد ته ورشي او هلته د سولې د تړون لپاره یوه د حل لاره ولټوي.
د یوسف کالا ویاند حسېن عبدالله ویلي نوموړی چې لا د انډونېشیا مرستیال صدر وو، په افغانستان کې د سولې د خبرو په هڅو بوخت وو او وایي اوسنی سفر یې هم د هېواد د اوسني مرستیال ولسمشر معروف امین په سلا مشوره کړی دی.