لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکې اندېښنه څرګنده کړې چې د سيند هايکورټ د ډېنيل پرل وژونکي ترهګر خوشي کوي


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي د پاکستان د سيندصوبې ستر عدالت په دغه فېصله اندېښنه لري چې د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل د وژنې زمه وار ترهګر خوشي کوي.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت د سویلي او منځنۍ اسيا څانګې په ټويټر ويلي،

"مونږ په دغو رپورټونو سخته اندېښنه لرو چې په 24 دسمبر د سيند هايکورټ د ډېنيل پرل د وژنې زمه وار څو ترهګر خوشي کوي. مونږ ته باور راکړی شوی چې چې تورن کسان دا وخت نه خوشي کيږي".

ادارې په بل ټویټ کې ویلي، " مونږ خبر يُو چې دا قضيه اوس په عدالت کې روانه ده او مونږ به يې د نزدې نه څارو. مونږ د ډېنيل پرل د کورنۍ سره په دې سخت وخت کې ولاړ يو".

د پاکستان د سيند صوبې هايکورټ پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ [24 دسمبر] د وال سټريټ جرنل خبریال ډېنيل پرل په وژنه تورن احمد عمر شېخ او د هغه سره درې نورو بنديوانو د نظر بند ساتلو حکم معطل کړی او د هغوی د خوشي کولو امر يې کړی ؤ.

خو عمر شېخ او نور کسان د جېل څخه نه دي خوشي کړی شوي.

پرون ماښام د عمر شېخ او نورو وکيل نديم احمد د کراچۍ د مرکزي زندان مخې ته مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، د جېل چارواکو ورته وويل چې دا حساسه قضيه ده او دغه د خوشي کېدو امر به د عدالت نه تاييدوي بیا به دوی دغه کسان خوشي کړي.

هغه وويل هغه نن په 25دسمبر رخصتي ده ځکه سبا د خالي/ شنبې په ورځ به د عمر شېخ او نورو د خوشي کولو امر د عدالت څخه تاييد شي او هغوی به خوشي شي.

د روان کال اپرېل د مياشتې په دوېمه نېټه د سيند ايالتي محکمې (سيند هایکورټ) د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل د تښتولو او وژلو په مقدمه کې فېصله اورولې، او په فېصله کې يې د مرکزي تورن بنديوان عمرشېخ د مرګ سزا په اووه کاله بند بدله کړې وه.

او د هغه سره په مقدمه کې نورو درې کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته اورول شوې د عمر بند سزاګانې يې ختمې کړې وې.

سیند حکومت د هايکورټ د فېصلې پرضد هايکورټ ته خواست کړی او ياد کسان يې په زندانونو کې نظر بند ساتلي وو.

د وکیل نديم احمد په خبره عدالت په پرونۍ فېصله کې ويلي دغه کسان چې د عدالت په حکم خوشي شي عدالت ويلي نومونه يې دې د ملک څخه د بهر تلونکو د بندېز په نوملړ اېګزټ کنټرول لسټ کې واچول شي او دوی به په هره اورېدنه سپريم کورټ ته حاضريږي.

د سيند صوبايي حکومت د هايکورټ د هغه فېصلې پرضد، چې پکې يې د عمر شېخ د سزا بدلولو او نورو د سزا ختمولو پرېکړه کړې، سپريم کورټ ته اپيل کړی او دغه اورېدنه په سپريم کورټ کې روانه ده.

راپورونه وايي د سيند صوبايي حکومت د عدالت په پرونۍ فېصله هم غور کوي.

ډېنيل پرل چې د امريکې د وتلې ورځپاڼې وال سټريټ جنرل د سويلي ايشيا خبريال ؤ ، د کال 2002م د جنورۍ د مياشتې په 23نېټه په کراچۍ کې بې درکه شوی ؤ ، او نزدې يوه مياشت وروسته پاکستاني چارواکو ويلي ؤ ، چې د ډېنيل پرل د وژل کېدو ويډيو ورته ترلاسه شوې ده.

د امريکايي خبريال د تښتول کېدو او وژنې په کېس کې د څلورو کسانو احمد عمر شېخ ، فهدنسيم ، سلمان ثاقب او شېخ عادل په ضد مقدمه درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې په کال 2002 کې مرکزي تورن احمد عمر شېخ ته د مرګ سزا او د هغه سره درې نورو ملګرو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته د عمر بند سزاګانې اورول شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG