لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نړۍ کې د کرسمس لمانځلو د کرونا وایرس د نور خپرېدو ویره پیدا کړې


واشنګټن ــــ نن د دسمبر 25مه په ټوله نړۍ کې د عيسايي مذهب منونکي د کرسمس خوشحالۍ لمانځي خو د نړۍ په يو شمېر برخو کې وايس اف آمريکا د کرونا وبا په دې ورځو کې د خلکو نه د کرسمس لمانځلو حال پوښتلی.

په بارسلونا کې مونټ سيرت پارېلو چې د 83 کالو يوه بوډۍ ښځه ده وي او اې ته ويلي، اته کاله وړاندې يې خاوند مړشوی او په کرسمس کې به ورته نوسا نوسي ورتلل دغه خوشحالي به يې په ګډه لمانځله خو دا ځل د وایرس د لاسه د کرسمس او نوي کال چټيانې يواځې پخپل کور کې تېروي او وايي ډېره خفه ده.

د لندن او خواوشا سيمو خلک د خپلو کورونو سره نیزدې د تېر کرسمس په څېر ګڼه ګوڼه نه ويني، د جنوبي افريقې خلک به دا ځل د کرونا د لاسه په کرسمس کې ايو ساحل ته نه شي ورتللی.

دغسې بنديزونو په ګرده نړۍ کې د چټيانو خوندونه پيکه کړي دي او په اکثره سيمو کې خلکو د کرونا وایرس له ويرې خپل مشران په دې کرسمس پخپلو کورونو کې يواځې پرېښي دي.

په امريکا کې د کرونا د پاره څه سفري بنديزونه نه شته خو چارواکو په خلکو غږ کړی د ګڼې ګوڼې نه دې ډډه وکړي.

50 کلنه مېشل ډېلېري چې په مېشيګن رياست کې وکيله ده وايي، دا به يې لومړی ځل وي چې په شمالي ورجينيا کې د کرسمس په ورځ د خپل پلار سره نه وي، ځکه چې دوی د کرونا له ويرې د نه ورتللو فېصله کړې ده.

برازيل چې د امريکې وروسته پکې د کرونا وایرس ډېر خور دی هلته هم فرانسېسکو پالو وي او اې ته ويلي د کرونا وایرس له ويرې يې په پرنام بوکو رياست کې د خپلې بوډۍ مور د ليدلو فېصله ځنډولې ده او وايي هيله من دی چې د مۍ په مياشت کې به ورته ورځي تر هغې به يې مور ته د کرونا په ضد ويکسين هم ورکړل شوي وي.

هر څه که دې وايرس په ګرده نړۍ کې د 17 لکو نه زيات کسان مړه کړي او ډېر خلک اوس هم په هسپتالونو کې د خپلو خپلوانو د علاج په اړه اندېښمن دي خو هغه خلک چې سږ کال د دې وبا نه جوړ شوي هغوی د خوشحالۍ په هيله دي.

د يورپ تر څنګ په اکثرو هېوادونو کې د کرسمس په چټيانو کې د کرونا د خورېدو له ويرې بنديزونه نور سخت کړل شوي خو په لبنان کې چې د ټول منځني ختيځ په پرتله زيات عيسايان پکې ژوند کوي د کرسمس په موقع په لاکډاون کې نرمي اعلان شوې وه.

که څه هم دا ځل د کرونا د لاسه اکثره خلکو کرسمس ډېر په ويره کې تېر کړی خو داسې ښکاري چې د دې وبا په ضد جوړ شوي وېکسين به پ راتلونکو وختونو کې د دغې وبا نوغی وباسي او راتلونکی کرسمس به ښکلی وي.

په امريکا کې د خورېدونکو ناروغيو د مخنيوي د مرکز مشر ډاکټر، ډاکټر فوچي په ټېليویژن يو پروګرام کې ويلي ده په قطب شمالي کې په کرونا اخته يو تن ته وېکسين ورکړي وو او هغه اوس جوړ دی.

په امريکا کې د مېډرنا په نوم جوړ دغو وېکسينو ته د صحت ماهرين ډېر خوشبينه دي چې نړۍ به د کرونا د وبا نه پاکه کړي.

XS
SM
MD
LG