لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کېنېډا ته خواست کړی د کريمه بلوچ د مړينې پلټنې دې وکړي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کېنېډا ته خواست کړی چې د کريمه بلوچ د مړینې پلټنې وکړي او رپورټ يې ترې غوښتی دی.

د بلوچستان صوبې د وزیراعلی مشاورې بشری ريند د کريمه بلوچ په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا د کېنېډا سره د تماس خبره یې کړې ده.

هغې ویلي دا د کېنېډا د حکومت زمه واري ده چې پاکستاني وګړو ته تحفظ ورکړي. هغه دا هم ويلي چې د کریمه بلوچ د مړینې د قضيې په تړاؤ د کېنېډا پوليسو دوه مشکوک کسان هم نيولي دي.

د بلوچستان د زده کوونکو د سازمان بي ایس او - ازاد پخوانۍ یواځینۍ ښځینه مشره او د بشري حقونو فعاله کریمه بلوچ د دسمبر په 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې ورکه شوې او د دسمبر په 21مه د هغې مړی موندل شوی ؤ.

د ټورنټو پولیسو د هغې د ورکېدو خبر ورکړی وو، خو وروسته د هغې کورنۍ تایید کړه چې پولیسو د هغې مړی موندلی دی. پولیس وایي 37 کلنه کریمه بلوچ د اتوار- یکشبې په ورځ‌ ماسپښین تقریباً درې بجې د ټورنټو په بې سټریټ او کوې ویسټ سیمو کې لیدل شوې ده خو له هغه وروسته بې درکه شوې وه.

د ټورنټو پولیسو د شورو- چارشنبې په ورځ په 23م دسمبر د لومړنیو پلټنو په اړه په ټویټر لیکلي ؤ "د یو بې درکه شوي تن د پلټنو په اړه د ټولنې او رسنیو له شدیدې دلچسپۍ خبر یو، د حالاتو جایزه مو اخیستې او افسرانو دا یوه غیرمجرمانه مړینه ګڼلې او د وژنې څه شک نه شته. موږ یې کورنۍ ته معلومات ورکړي دي".

د کريمه بلوچ د مړينې وروسته د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظیمونو غوښتنه کړې وه چې د هغې د مړينې پلټنې دې وشي او رښتيا دې مخې ته راوستل شي.

په پاکستان کې مظاهرې شوي او په کراچۍ کې د مظاهرې په مهال د بلوچ مسنګ پرسن غورځنګ مشر ماما قدير وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د کېنېډا پولیس څنګه ويلی شي چې د کريمه بلوچ مړينه غېرمجرمانه ده.

هغه ويلي ؤ دوی د کېنېډا د حکومت نه غواړي چې که د کريمه بلوچ مړینه غېر مجرمانه ده نو اصل علت يې څه دی بايد هغه علت ښکاره کړی شي چې هغه ولې او څنګه مړه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG