لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په کرونا وایرس نور ۵۸ کسان مړه شوي،د۲۲۸۲ناروغانو وضعیت اندېښمن دی


دکرونا وایرس له امله پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال نور 58 کسان مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې په کرونا وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره 9874ؤ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د کرونا وایرس دڅار د دولتي مرکز شمیرې ښایي چې پاکستان کې تر اوسه په دې وایرس ټول څلورلکه،71 زره اؤ 33 کسان په دې وایرس اخته شوي چې نور ټول بېرته جوړ شوي اؤ یوازې 39329 کسان اوس هم په دې وایرس اخته دي.

شمیرې ښایي چې په تیرو څلېریشتو ساعتو کې هم دهیواد بیلابیلو برخو کې 1853 کسان په دې وایرس اخته شوي .

سرکاري شمیرې ښایي چې دا مهال په روغتونونو کې د کرونا وایرس څومره ناروغان پراته دي دهغوئ له جملې څخه د2282 ناروغانو وضعیت اندېښمن دی.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې له خوا دجاري شويو شمېرو تر مخه د صوبې په کچه په تېرو 24 ساعتونو کې 340 نور کسان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي او 6 تنه ترې مړه شوي دي.

شمېرې ښایي چې د صوبې په کچه تر دې دمه د کرونا وايرس نه په مجموعي توګه 57 زره، 200 او 15 تنه ناروغه شوي او 1602 مړه شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي وياند ډاکټر سليم خان يوسفزۍ وي او ای ډيوه ته ویلي چې د کرونا وبا د وړمبۍ څپې په پرتله اوس خلک دا مرض ډېر سنجيده نه اخلي او د صحت محکمې لخوا وضع کړل شويو اېس او پيز يا سپارښتنو باندې زياتره خلک عمل هم نه کوي چې له امله يې دا وايرس په چټکتیا سره په ټولنه کې خورېږي.

د ډاکټرانو صوبايي اتحاديي د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د مارچ د مياشتې نه تر اوسه پورې ۳۸ ډاکټرانو، څلورو نرسانو او اوو پېرامېډکس د کرونا وايرس نه ژوند د لاسه ورکړی او څه کم درې زره د طبي عملې غړي يې ناروغه کړي دي.

دطبي چارو پوهان وايي د کرونا وبا د مخنيوي د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کاروي، بار بار لاسونه وينځي، د يو بل نه فاصله کې اوسي او د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ډده وکړي.

XS
SM
MD
LG