لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کال ۲۰۲۰ م کې دافغانستان اؤ پاکستان دننه دترهګرۍ هغه سترې پېښې چې اغیزې به یې تل دخلکو په ذهنونو وي


روان کال (۲۰۲۰م) دڅو ورځو میلمه دی اؤ نوی کال ۲۰۲۱م ته په ټوله نړۍ کې دهرکلي ویلو تیارۍ روانې دي خو په روان کال کې دپاکستان اؤ افغانستان دننه دترهګرۍ ځېنو پېښو دخلکو په ذهنونو داسې ژورې اغیزې کړي چې ترمودو به یې په یاد ولري.

په پاکستان کې د روان کال د ترهګرۍ وړومبۍ پېښه په ۱۰م دجنورۍ دبلوچستان دسرښار کوټې په سټيلائټ ټاؤن کې دیو جومات دننه دچاودنې په شکل کې مخې ته راغلې وه چې پکې دپولیسو دیو افسر(ډي ایس پي) اؤ جومات دامام په ګډون۱۵کسان وژل شوي اؤ ۱۹نور ژوبل شوي وؤ.

په اوومه فرورۍ کوټه کې یو ځانمرګي برید کې اووه کسان وژل شوي اؤ ۱۳ نور ژوبل شوي وؤ.

په شپږم مارچ دافغانستان پلازمینه کابل کې دهزاره مشر عبدالعلي مزاري دتلین غونډه کې دچاودنې اؤ د وسله والو دبرید له امله ۳۲کسان وژل شوي اؤ تر ۶۰ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید پړه داعش خراسان پغاړه اخستې وه.

په اووم اپریل کابل کې دداعش وسله والو دسکهانو په یوه ګردواره برید کړی ؤ چې له امله یې ۲۵ سکهان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي وؤ.

په ۱۲م مئ کابل کې دهزاره ګانو دیوې سیمې دشت برچي کې دماشومانو د زیږون په یو روغتون برید کې د دوؤ نوؤ زیږیدلو ماشومانو اؤ څو نرسانو په ګډون ۲۴کسان وژل شوي وؤ.

په ۱۸م مئ دافغانستان غزني ولایت کې داسلامي ثقافت په مرکز موټري بمي برید کې نهه کسان وژل شوي اؤ تر ۲۰زیات نور ژوبل شوي وؤ.

په اتم مئ بلوچستان کې ایران دپولې ترڅنګ په پاکستاني عسکرو د ریموټ کنټرول بم چاودنه کې دیو پاکستاني پوځي افسر په ګډون شپږ عسکر وژل شوي وؤ.

په ۲۹م جون هلمند کې دوؤ بیلابیلو چاودنو کې ۲۵کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

په ۳۱م جولایي لوګر کې دیوې موټري بمي چاودنې له امله اته ملکي وګړي وژل شوي اؤ تر ۳۰ زیات ژوبل شوي وؤ.

په ۲۹م جون دپاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې دپاکستان اسټاک ایکسچینج په ودانۍ ترهګرو دلاسي بمونو برید کړی ؤ چې پکې درې امنیت نیونکي اؤ یو پولیس افسر وژل شوي اؤ اووه تنه ژوبل شوي وؤ، ددې برید پړه بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه.

په ۱۰م اګست دافغانستان بیلابیلو سیمو کې درېوؤ بمي چاودنو کې ۱۹ملکي وګړي وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

په ۱۰م اګست دافغانستان سره په پوله دپاکستان چمن سیمه کې بمي چاودنه شوې وه چې پکې پینځه تنه وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي وؤ.

په نهم ستمبر کابل کې دافغان ولسمشر د وړومبي مرستیال امرالله صالح په کاروان بمي برید کې ۱۰ملکي وګړي وژل شوي اؤ ۱۵نور ژوبل شوي وؤ.

په دریم اکتوبر ننګرهار کې دیوې بمي چاودنې په نتیجه کې ۱۵کسان وژل شوي اؤ ۴۰ نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

په ۲۷م اکتوبر دپېښور په یوه مدرسه کې چاودنه شوې وه چې پکې اته کسان وژل شوي وؤ.په وژل شوؤ کې څلور دمدرسې طالبان هم شامل وؤ.

په دوهم نومبر په کابل پوهنتون د وسله والو برید کې ۱۹ زده کوونکي وژل شوي اؤ ۲۲نور ژوبل شوي وؤ ،ددې برید پړه هم داعش پغاړه اخستې وه.

په ۲۰ دسمبر کابل کې د ولسي جرګې د وکیل خان محمد وردګ په کاروان موټري بمي چاودنه کې نهه کسان وژل شوي اؤ ۲۰ نور ژوبل شوي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG