لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ويلي د افغانستان لخوا تورونه دوه اړخيزې اړیکې زیانمولی شي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د افغان سولې پروسه کې د پاکستان مثبت کردار د افغانستان دننه او په نړيوال کچه هم ستاینه کيږي چى له امله ېې سږ کال د فرورۍ په مياشت کې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ امن لوظنامې وروسته بيا د ستمبر په مياشت کى بېن الافغاني خبرې اترې او بيا د دې لپاره د ضابطو ټاکل هم ممکنه شول.

د بهرنيو چارو د وزارت په بيان کې د افغانستان لخوا يو ځلې بيا په پاکستان کې د افغان طالب مشرانو په پاکستان کې د فعاليتونو په سر د پاکستان په ضد تورونه دواړه خيزه اړيکو لپاره زياني ګرځولى شوي دي او په راتلونکې کې د دې نه ډډه کولو غږ شوی دی.

د تيرې جمعې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي ؤ د سولې پروسه کى د پاکستان د مثبت کردار منلو سره پاکستان کې د افغان طالبانو اوسېدل او د دوي فعاليتونه د سيمه ييز امن لپاره لوى خطر ګرځولى شوی ؤ، او د پاکستان د حکومت څخه په خپله خاوره د ترهګر شبکو په ضد د کارروايۍ باوري جوړولو غږ شوی ؤ.

له دې وړاندې په ټولنيزو رسنيو باندې خپره شوې ويډيو کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال ملا بردار د پاکستان په کراچۍ ښار کى خپل پلويانو ته په وينا کې منلې وه چى افغان طالبان مشران او د دوي د کورنيو غړي په پاکستان کې مېشت دي.

او ملا بردار د پاکستان د مرستو ترلاسه کيدو دعوه هم کړى وه

په پاکستان د افغان په سولې پروسه کې د خپل کردار خبره په داسې وخت کې کړې چى د 20 ورځو د دمې وروسته په پينځمه جنورۍ بېن الافغاني مذاکرات بيا پېل کيږي.

په پاکستان کې د حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د سېنټ د بهرنيو چارو کمېټۍ مشر مشاهد حسين وايي دواړه ګاونډي هيوادونو ته په يو بل د تورونو په ځای د امن عمل مخ په وړاندى بوتلو ته پاملرنه پکار ده.

په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشرانو د فعاليتونو په سر د افغانستان په اندېښنو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې مشاهد حسين وايي داسې خو پاکستان هم تور لګوي چى د افغانستان د خاورې په پاکستان کۍ د بد امنۍ لپاره کارولى شي ځکه دى وايي دواړه خواوې امن پروسې ته پام ورکړي.

پخوانى سفارتکار اياز وزير وايي پاکستان د وړاندى نه په خپله خاوره د افغان طالبانو د مشرانو شتون مني او په کال 2016 کې د هغې وخت وزير اعظم نواز شريف د باندنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د امريکا د سفر په وخت د دې تاييد کړی ؤ ځکه دا نوې خبره نه ده.

وي او ای ډيوه په سره خبرو کې اياز وزير زياته کړه که بيا هم افغانستان ته د ملا برادر په ويډيو انديښنې وی نو پکار وه چى دا معامله د دوه اړخيزه همکارۍ او د شخړو د هواري لپاره جوړ اړونده ای پاپس فورم باندې راوچته کړې وه.

افغان مرستيال صدر امرالله صالح بيا دا تور هم لګوي چى ملا برادر د په وروستيو کې د کراچۍ د سفر په وخت په ځايي روغتونونو کې داخل افغان طالبانو سره ليدلى وو او هم په کراچۍ کې د طالبانو تربيتي کېمپ ته هم ورغلى وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG