لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: مخالفه ګوندونه د اېن ار او دپاره په پوځ فشار اچوي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ [پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم] په پوځ فشار اچوي چې د دغه لارې اېن ار او ترلاسه کړي خو هغه به اېن ار او ور نه کړي.

عمران خان دغه خبره د ګل/ دوشنبې په ورځ د حکومتي وزيرانو سره په ليدنه کې کړې ده، هغه وزيرانو ته د پوځ پرضد بيانونو ته د سخت ځواب ويلو لارښوونه هم کړې ده.

نوموړي دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې په 27 دسمبر د سيند صوبې په لاړکانه کې د پيپلز ګوند د پخوانۍ مشرې او وزيراعظمې بېنظير بټو د تلين په دستوره کې د پي ډي اېم مشرانو ګډون کړی، په حکومت يې بيا سختې نيوکې کړي او د عمران خان نه یې د 31م جنورۍ پورې د استعفا غوښتنه کړې ده.

دغو مشرانو دا هم ويلي که عمران خان استعفا نه ورکوي دوی به اسلام اباد ته لاريون کوي.

د وزيراعظم د پرونۍ غونډې وروسته د اطلاعاتو وزير شبلي فراز ويلي، د پي ډي اېم د ډلې هدف يواځې په ملک کې اړی ګړی جوړول دي.

شبلي فراز دا هم ويلي چې قامي خبرې د سياست برخه ده او د هغې دپاره پارلیمنټ موجود دی خو مولانا فضل الرحمان او مریم نواز به په دغو خبرو کې برخه نه اخلي.

پي ډي اېم چې د عمران خان د حکومت پرضد د جلسو د لړۍ وروسته په دوېم پړاؤ کې احتجاجي مظاهرې روانې کړي دي او وايي په درېم پړاؤ کې به اسلام اباد ته لاريون کوي.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

او حکومت وايي مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره پي ډي اېم جوړ کړی او په حکومت فشار اچوي.

ځانګړې ویډیوګانې

خپرونه: سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG