لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:د زمکې په لانجه نښته کې څلور کسان وژل شوي


دسیمې نه ترلاسه شوی اطلاعات وایي دا نښته دمیرعلي په موسکي کلي کې دملک داؤد د کورنۍ سره تړاؤ لرونکو کسانو خپلو کې کړې ده چې یوبل سره مینځه دکاکا زامن وؤ.

سرچینې وایي دواړو خواؤ دیو بل سره له ډیرې مودې د زمکې په سر زړه بداوې لرلو اؤ تیره ورځ یې په یو بل ناتاره ډزې کړې دي چې پکې څلور کسان وژل شوي.

د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو دتحسین الله، سیمع الله ، سمیع الحق اؤ هلال په نومونو شوې ده.

سرچینې وایي د پېښې نه وروسته وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان نزدې روغتون ته رسول شوي اؤ پولیسو ددې پېښې پلټنې پیل کړې دي.

د ډزو دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې سیمه کې‌ په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب عملیاتو په مهال ټول خلک بې وسلې کړل شوي اؤ اوس هم چې دغلته کله کله د ډزو اؤ بریدونو خبرونه مخې ته راځي نو ځایي خلک پوښتنه راولاړوي چې سیمه کې هرکله چا سره وسلې نشته نو بیا ډزې څنګه کیږي؟

خیبر پښتونخوا کې زیاتره مهال په زړو دښمنیو اؤ د زمکو په لانجو دغسې نښتې کیږي چې تر دې مهاله پکې په زرګونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې تر ورګډؤلو وړاندې به اکثره مهال ددغسې شخړو پرېکړې په جرګو مرکو کیدلې خو اوس چې سیمه کې پولیس ځایي پرځائ شوي اؤ عدالتي نظام بحال دی نو دجرګو نظام د وړاندې په پرتله زیات متحرک نه دی پاتې اؤ اکثره په مټو کمزوري خلک خپلې شخړې عدالتونو ته وړي.

تر دې وړاندې دنومبر په ۲۹مه نېټه دصوابۍ په وړوکي لاهور سیمه کې د زمکې دملکیت دشخړې دهواري په موخه د راجوړې شوې جرګې په مهال د دوؤ کورنیو تر منځ ډزو کې اته کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

جولایي په ۲۹مه هم په بر دیر سیمه کې د زمکې د ملکیت پسر د دوؤ کورنیو ترمنځ نښته کې نهه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه شان په ۱۸م اګست د کوز دیر په ګوسم سیمه کې دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG