لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیې څخه دنوي ډول کرونا وایرس پاکستان ته هم ورسیدل،درېوؤ کسانو ته ددې وایرس ورپورې کېدو تصدیق


برتانیه کې دکرونا وایرس د یو نوي رقم د سر راپورته کیدو وروسته چارواکو پخلی کړی چې دا وایرس پاکستان ته هم رارسیدلی اؤ دلته په کراچۍ کې ددې نوي رقم کرونا وایرس د درېوؤ پېښو پخلی شوی دی.

د نهې په ورځ دسندهـ ایالت د روغتیا محکمې ویاند ویلي چې برتانیه څخه پاکستان ته د رارسیدلو ۱۲کسانو دکرونا وایرس معائنات شوي چې هغې کې شپږ کسان په کرونا اخته دي اؤ په دغو شپږو کې هم بیا درېوؤ کسانو دنوي رقم کرونا وایرس ورپوري شوي دي.

ویاند ویلي په کومو کسانو کې چې نوي رقم کرونا وایرس موندل شوي دهغوئ به نور ټيسټونه یا معائنې هم کولی شي اؤ ددې ترڅنګ به دهاغو کسانو هم بشپړ معاینات کولی شي چې ددغو کسانو ترڅنګ پاتې شوي دي.

دروغتیا محکمې زیاته کړې ده چې کومو کسانو کې دا نوی رقم کرونا وایرس موندل شوي دهغوئ تړاؤ دکراچۍ سره دی اؤ دا مهال په یو شخصي روغتون کې دعلاج لاندې دي.

په دې وروستیو کې په یورپ او منځني ختیځ (مشرق وسطی) کې څو ملکونو په دې وجه د برطانیې نه د مسافرو پروازونه بند کړي چې برطانوي چارواکو په هغه هېواد کې د کروناوایرس د یو نوي ډول د پیدا کېدو خبر ورکړ.

د دې خبر نه وروسته، هالېنډ د برطانیې نه د جهازونو په راتګ پابندي ولګوله او ورپسې بیا اېرلېنډ، اېټلي، آسټریا، او بلجیم هم همدا کار وکړ.

همدا شان په منځني ختیځ کې کوېټ او اسرائیل هم د کروناوایرس د نوي ډول د وېرې، د برطانیې څخه په راتلونکو جهازونو پابندي لګولې ده.

نور ملکونه هم په دې سوچ کې دي چې برطانیه کې د کروناوایرس د دې نوي ډول په راپیدا کېدو سره، آیا برطانیې ته په تګ راتګ پابندۍ ولګوي او که نه. په همدې وجه یورپین اتحاد یوه ناسته کوي چې په دې مسئلې باندې بحث وکړي.

د برطانیې ساینسدانان اوس په دې کوشش کې دي چې پوه شي آیا د کروناوایرس دغه نوې بڼه د تازه جوړ شویو وېکیسنونو په وړاندې حساس دي او که نه؟

د اول ځل دپاره د کروناوایرس دغه نوې بڼه د ډېسمبر په ۱۳مه په جنوبي اېنګلېنډ کې تصدیق شوه او حکومتي ساینسدانانو وویل چې د کروناوایرس دغه نوې بڼه د موجوده بڼې په نسبت په ډېرې تېزۍ وده کوي او خوريږي.

د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن ویلي، داسې څه نښې نښانې نشته چې ګني تازه جوړ شوي وېکیسنونه به د کروناوایرس په دې نوي ډول باندې اثر ونه غورځولی شي، مګر بیا هم د دې نوي ډول وایرس په هکله ډېر شیان لا هم شته چې ساینسپوهان تر اوسه ورباندې نه پوهېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG