لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزیرستان څخه افغانستان ته اوښتې تر اتوؤ زرو زیاتې کورنۍ وایي د ژوند ستونزې یې زیاتې شوي دي


په شمالي وزیرستان کې په کال۲۰۱۴م کې دترهګرو پر ضد د پاکستان دپوځ عملیاتو زرګونه کسان له وزیرستانه وتلو ته اړ کړل چې دغه بې ځایه شوې کورنۍ د افغانستان په خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې مېشت شوې.

وزیرستاني کډوال له افغان حکومت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ، نړیوال خوراکي پروګرام او نورو بنسټونو غوښتنه کوي چې له دوي سره ودرېدلې مرستې بیا پیل کړي

دغه په زرګونو کورنۍ وایي د ژمي په راتګ د سون موادو او کرونا وبا نه دځان ژغورنې په اړه اندیښمن دي.

ددغو کډوالو ډېری کسان خپلو سیمو ته بېرته ستانه شوي، خو زرګونه نور يې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خوست کې د ګلان کمپ ریس ایمل خان وایي چې مونږ د هاغو یو ميلیون وزیرستاني کډوالو برخه وؤ چې د ضرب عضب په نوم د پاکستان د پوځ عملیاتو له خپلو کورونو بېځایه کړو او اوس د ژمي په راتګ سره له ستونزو سره مخ یو.

ایمل خان وایي" ډېری ګډوال اوس بېرته خپلو کورو ته ستانه شوي دي، خو اوس هم تر ۸ زرو ۴۰۰ پورې کورنۍ په خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې سترګې په لاره دي چې خپلو کورو ته به د ستنېدو اجازه ورکړل شي .

هغه وایي "د ژمي په راتګ سره ددې کډوالو اړتیاوې ډیرې شوي دي د استوګنځي خیمې یې خرابې شوي،کورونه مو وران ویجاړ او د مرستندویه ادارو مرستې ټولو کسانو ته نه رسیږي چې ژمي په راتګ سره اندیښمن دي"

قومي مشر حسن احسان وایي دکرونا ناروغۍ په راتګ سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي چې د کرونا وبا له امله په ټوله نړۍ کې مرستې ترسره شوې خو نړیوالو او سیمه اییزو چارواکو دا کډوال دمرستو پر مهال هیر کړي دي .

احسان وایي "حکومت دې مونږ ته د غلام خان لاره پرانيزي چې موږ خپلو کورو ته ستانه شو، موږ به وکړای شو چې خپلو کورونو او ځمکو ته لاړ شو او که هلته نشو کولی، نو په بنو او نورو ځایو کې به د کرايه کورونو او کمپونو کې مېشته شو، همدا زموږ غوښتنه ده."

وزرستاني کډوال وایي په بې صبرۍ سره غواړي چې په وزیرستان ته ستانه شي.دوی له تیرو څو کلونو راهيسې په خوست کې ګډوال دی.

دغه کډوال وایي چې په خپله سیمه کې د ژوند خوږې شېبې په یاد لري چې په شمالي وزیرستان کې يې هوسا ژوند درلودو.

بل لوري ته ځايي چارواکي مني، چې وزیرستانیو کډوالو د وروستیو میاشتو مرستې نه دي ترلاسه کړي.

د خوست د کډوالو چارو د ریاست مسولین وایي د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا وزیرستانیانو سره د روان زیږدیز کال د اولو شپږو میاشتو د مرستې پروګرام شته او ډېر ژر به دوی ته مرستې وویشی چې تیرو لسو ورځو کې یې ۷۴۰۰ کورنیو کې هرې کورنۍ ته د ۱۵ زره افغانیو خوراکی او غیر خوراکي توکو مرستې وویشلې.

د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې دپاکستان دپوځ لخوا په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل شول، چې له همدې کبله د وزیرستان څخه په زرګونو کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.

په څو پړاونو کې د وزیرستانیانو کډوالو یو شمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو تر اوسه هم په خوست کې د هغوئ خواوشا ۸ زره او پکتیکا کې درې زره کورنۍ میشتې دي.

ډېری په خوست کې د ګلان په نوم د کډوالو په کمپ کې اوسي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG