لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان حکومت په ۱۶مه فرورۍ دنوازشریف دپاسپورټ ختمولو اؤ افغانستان دپاره د ویزو انلاین کولو اعلان وکړو


دپاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دا اعلان د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د رسنیو په وړاندې کړی اؤ ډاګیر یې ویلي حکومت پرېکړه کړې چې د نواز شریف پاسپورټ به په ۱۶مه فرورۍ منسوخ کړي.

دنوازشریف تر مشرۍ سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ(ن) په سمدستې توګه دحکومت په دې پرېکړه لا خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو څېړونکي وایي دنوازشریف دپاسپورټ موده په ختمیدو ده اؤ که چرې دپاکستان حکومت دهغه پاسپورټ نوی نه کړو نو په برتانیه کې به نور دهغه استوګنه غیرقانوني بڼه ومومي.

پخوانی وزیراعظم نوازشریف چې دا مهال برتانیه کې دعلاج په نوم میشت دی ،دپاکستان احتساب عدالت ورته د غبن په مقدمه کې د اووه کلن بند اؤ جرمانې سزا اورولې ده اؤ هغه دا مهال د زندان په ضمانت برتانیې ته تللی دی.

دپاکستان دسیاسي چارو یو څېړونکي روف کلاسرا پخپل یو ویډیو بلاګ کې ویلي دنوازشریف دپاسپورټ موده هسې هم په ختمیدو وه اؤ اوس هغه اړ دی چې خپل پاسپورټ نوي کولو ته عریضه وکړي خو که پاسپورټ یې نوی نه شي نو برتانیه کې به دهغه نوره استوګنه غیرقانوني شي.

هغه دا دعوه هم کړې ده چې په نزدې راتلونکې کې نوازشریف په سعودي عرب یا قطر کې سیاسي پناه هم اخستی شي اؤ په راتلونکې یوه میاشت به نوازشریف ته په دې اړوند پرېکړه کول وي.

اسلام اباد کې رسنیو سره خپلو خبرو کې دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دا اعلان هم کړی چې د نوي کال د وړومبۍ ورځې یا وړومبۍ جنورۍ نه دافغانستان اؤ چین دپاره ویزې په انلاین ډول ورکول کیږي.

هغه د مینویل ویزو ختمولو داعلان په ترڅ کې ویلي چې په دغو ویزو کې به غبن کیدو اؤ داسې ګیلې مخې ته راتلې چې دچین اؤ افغانستان دپاره دپاکستان ویزو اخستو اؤ ددغو ویزو دمودې پراختیا کې پیسې اخستل کیږي نو ځکه اوس دا ویزې انلاین کولی شي.

XS
SM
MD
LG