لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د لسو زرو نه سېوا شوه


په پاکستان کې په تيرو 24 ساعتونو کې نور 58 کسان د کرونا څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 10زره 105 ته ورسېده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تير شوا روز کې په نورو 2475 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې په کرونا وايرس څلور لکه 79زره 715 کسان په کرونا اخته شوي او ويل شوي څلور لکه 35زره 73 ترې ښه شوي هم دي.

په ملک کې دا وخت 44زره642 کسان په کرونا اخته دي.

ويل شوي دا وخت 2206 کسان چې په کرونا اخته دي، روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې د کرونا څخه د لسو زرو نه په زياتو مړينو کې تر ټولو زياتې مړينې په پنجاب صوبه کې شوي چې شمېره يې 4013 ده.

په سيند صوبه کې د کرونا څخه د مړينو شمېره 3533 ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې کرونا 1638 کسان، په اسلام اباد کې 416 او بلوچستان صوبه کې 183 کسان مړه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG