لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: چین په افغانستان کې غیر دولتي ډلو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره پیسې وړاندې کړي


واشنګټن – خبري راپورونه وايي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې وروستیو کې داسې نه تایید شوي استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي، چې ښيي چین په افغانستان کې غیر دولتي کسانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره پیسې وړاندې کړې دي.

د ټرمپ د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي ددغو پټو استخباراتي معلوماتو په اړه خبره د زیارت یا پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته تایید کړې ده او تېره ورځ د اکسیوس خبري‌ ویب پاڼې باندې هم چاپ شوی دی.

دغه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړي.

د اکسیوس د خبر له مخې، "دغه استخباراتي معلومات د ډیسمبر په ۱۷ نېټه ولسمشر ته ورکړل شوي وو او په دې اړه ټرمپ ته د ملي‌ امنیت د سلاکار رابړټ اوبراین لخوا په شفاهي توګه هم معلومات ورکړل شوي وو."

امریکايي چارواکي ددغو استخباراتي معلوماتو په اړه کار کوي چې له امله به یې د واشنګټن او پېکنګ ترمنځ په تاوجنو اړیکو باندې نور تېل هم وپاشل شي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بېن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو خبري کانفرانس پر وخت د امریکا لخوا په چین باندې ددې لګول شویو تورونو ته په ځواب کې وویل، "دا له جعلي خبرونو یا فېک نیوز پرته نور هېڅ هم نه دي او هدف یې په چین باندې داغ لګول دي."

هغه زیاته کړه،‌ دغه تورونه یواځې ددې لپاره دي چې د چین په انځور باندې داغ‌ پورې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

هغه دا هم وویل، چې "مونږ هېڅکله له نورو سره جنګ نه دی پیل کړی، چې بیا دا خبره پټه کړو چې غیر دولتي کسانو ته په نورو هېوادونو باندې د برید لپاره پيسې ورکړو."

چینايي وړاندې وویل، هېواد یې د افغانستان په داخلي لانجه کې نه دی ښکېل او یو‌ ځل بیا یې د امریکا لخوا د سولې او ملي پخلاینې د پیل شوي بهیر څخه خپل ملاتړ څرګند کړ تر څو د جنوبي اسیا په دغه هېواد کې د دوو لسیزو جګړه پای ته ورسېږي.

وانګ د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې "نړیواله ټولنه په سمه توګه پوهېږي چې څوک زور ازمايي کوي، جګړې پالي او د سیمې د سولې او ثبات د ختمولو لپاره ستونزې جوړوي."

دا لا څرګنده نه ده چې ایا ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته هم د ادعاوو له مخې د دغې چینايي توطیې په اړه معلومات ورکړل شوي‌ او که نه.

د بایډن د انتقالي ادارې له چارواکو څخه یو تن د خپل نوم نه ښودلو په شرط سي ان ان ته ویلي، "زمونږ ټیم به هڅه وکړي څومره چې کولای شو ددغو ادعاو په اړه ځان پوه کړو، او دا یو بل دلیل دی چې مونږ ولې د دفاع له وزارت سره بشپړې همکارۍ ته اړتیا لرو.

د امریکا او چین اړیکې په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او انټېلېکچول پراپرټۍ په ګدون د یو شمېر مسلو له امله خرابې شوې دي.

واشنګټن په چین کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله په چین باندې په ځانګړې توګه په سینکیانګ سیمه کې د ایغور مسلمانو لږکیو پرضد د تېریو له امله سختې نیوکې کوي.

پیکنګ دغه تورونه ردوي چې د مسلمانو ټولنو حقونه ځپي او وايي، دا هم د چین د خرابولو لپاره د لویدیځ له پروپاګنډې څخه ده.‌

دا لا څرګنده نه ده چې ایا دا غیر دولتي ډلې چې د چین لخوا ورته د پیسو د ورکولو تورونه پورې شوي د طالبانو پورې اړه لري چاچې د افغان حکومت پرضد په دې ورستیو کې خونړۍ تاوتریخوالی پیل کړی دی.

ددې کال په سر کې په رسنیو کې داسې راپورونه وو چې روسیې هڅه کړې په افغانستان کې طالبانو پورې تړلو ترهګرو ته پیسې ورکړي تر څو امرکايي سرتیري ووژني. که څه هم ټرمپ د روسیې په اړه په دې اړه په ښکاره څه نه وو ویلي او دا راپورونه یې جعلي بللي وو.

امریکا له طالبانو سره په فیبرورۍ کې د شوي تړون له مخې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي تر څو د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

د ټرمپ ادارې ویلي، د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې شاخوا ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري پاتې وي.‌

د فیبرورۍ د تړون له مخې، باید ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.‌

په قطر کې بین الافغاني مذاکرات د سپټمبر په ۱۲ نېټه پیل شوي وو او ټاکل شوې ده چې د اوسنې دریو اونیو له دمې وروسته به د جنورۍ په پنځمه نېټه بېرته پیل شي.‌

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG