لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په کرک کې د هندوانو سوځول شوی مقدس ځای به بيا جوړوي


د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، په کرک کې د هندوانو سوځول شوی مقدس ځای به بيا جوړوي، حکومت دعوه کوي چې په پېښه کې ککړ 45 کسان يې نيولي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند کامران بنګش ویلي حکومت به یې د هندوانو سوځول شوی مقدس ځای بيا جوړوي.

هغه ویلٍي، په پېښه کې د ککړو تورنو درې کسانو په ګډون 45 کسان پوليسو نيولي دي.

ځايي ميډیا وايي په نيول شوؤ کسانو کې د جمعيت علمااسلام ف ډلې ځايي مشر رحمت سلام خټک هم شامل دی.

بنګش زياته کړې چې وزيراعلی محمود د يادې پېښې په تړاؤ د اړونده چارواکو سره په تماس کې دی.

د پوليسو په وېنا‌ د چارشنبې- شورو په ورځ [30 دسمبر2020] د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په ټيري سيمه کې د هندو مذهب لرونکو د عبادت ځای او د مذهبي پېشوا زيارت وروسته له هغه خلکو سوځولی چې ځایي ملایانو پارولي وو.

د هندو مذهب لرونکي وايي دا د دوی تاريخي او مقدس مذهبي ځای وو.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د لږکیو استازي او د پاکستان هندو کونسل مشر رمېش کمار ويلي، د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ د سپریم کورټ په کراچۍ څانګه کې له چیف جسټس ګلزار احمد سره لیدلي او په دغه موضوع یې ورسره خبرې کړې دي. د سپریم کورټ خبرپاڼه لیکلي،

"د پاکستان چیف جسټس پر دې ناوړه پېښه ژوره اندېښنه ښکاره کړه او د پارلمان غړي ته یې وویل چې ده مخکې لا د پېښې سوموټو امر کړی او د اقلیتونو د حقونو د یو کسیز کمېشن په لارښوونه یې د پښتونخوا چیف سیکرټري او پولیس مشر ته امر کړی چې د جنورۍ تر څلورمې خپل رپوټ ورته وړاندې کړي".

عدالت به د جنورۍ په پینځمه نېټه د پېښې د پلټنو په اړه د خپل سوموټو امر اورېدنه کوي.

حکومتي وزيرانو او بېلابيلو سياسي ګوندونو د هندوانو د مقدس ځای د سوځولو غندنه کړې ده.

د دسمبر په مياشت کې امریکې د پاکستان، سعودي عرب او چين په ګډون څو نور هېوادونه د مذهبي ازادۍ په لړ کې د اندېښنې وړ ګرځولي چې په دغو هېوادونو کې په منظمه توګه د مذهبي ازاديو سرغړونه کيږي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپېو ويلي ؤ، دغه هېوادونه یې د مذهبي آزادۍ په اړه د نړيوال قانون 1998م کال به بنیاد د اندېښنې وړ بللي او وایي امریکا د مذهبي ازادۍ په اړه په خپله ژمنه کلکه ولاړه ده او هيڅ يو هېواد يا ادارې ته به اجازه ور نه کړي چې د عقيدې په بنياد د خلکو په ځورولو امریکا غلې پاتې شي.

پاکستان بيا ويلي ؤ د امریکا دغه رپورټ په بشپړه توګه د مځکنيو حقايقو خلاف دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG