لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشید:افغانستان سره په ګډه پوله دنړیوالو معیارونو په اساس عصري نوښتونه مخې ته راوړو


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي شیخ رشید احمد ویلي چې پاکستان افغانستان سره دګډې پولې دکنټرول کولو په نظام کې دنړیوالو معیارونو سره سم عصري نوښتونه مخې ته راوړي اؤ غواړي چې افغانستان سره تګ راتګ زیات اسان اؤ ګټور شي.

دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د جمعې په ورځ دافغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې تورخم څخه لیدنه کړې اؤ دغلته یې دپولې دکنټرول کولو دنظام اؤ په پوله د خلکو اوښتو را اوښتو کې دموجودو ستونزو څخه ځان خبر کړی دی.

په دغه موقعه خپلو خبرو کې دکورنیو چارو وزیر ویلي چې تورخم پوله دپاکستان داقتصاد دپاره دملا دتیر بڼه لري اؤ ددې پولې دلارې مونږ دمنځنۍ ایشیاء پورې رسد ترلاسه کولی شو.

هغه وویل پاکستان په تورخم د اوړیدونکو را اوړیدونکو مسافرو دستونزو ختمولو دپاره له خپله انده یو شمیر ګامونه اخستي اؤ هڅه کوي چې نورې اسانۍ هم رامخې ته کړي خو افغانستان ته هم په دې لړ کې ګامونه اخستل پکار دي.

شیخ رشید احمد وویل مونږ په تورخم د ورداتو اؤ صادراتو دپاره یو غوره اؤ عصري نظام مخې ته راوړو اؤ‌ هڅه کوؤ په پوله تجارانو اؤ عامو خلکو ته زیاتې اسانۍ ورکړو.

وروسته خبریالانو سره خبرو کې شیخ رشید دهیواد اپوزیشن ګوندونو ته هم په غوڅه توګه کرښه راښکلې چې نور باید د پوځ په ضد خبرې ونه کړي.

هغه وویل سیاسي ګوندونه بشپړه ازادي لري خو دپوځ په ضد دخبرو اؤ تورونو ازادي ورته نه شته اؤ که دوئ دپوځ په ضد سپکه ژبه وکاروله نو قانون به یې په ضد حرکت کې راځي.

هغه دا هم وویل چې حکومت حکومت دسیاسي ګوندونو دعسکري څانګو په ختمولو غور کوي اؤ کومې غیر دولتي موسسې چې په سیاست کې لاس لري دهغوئ په ضد به هم ګامونه اخستل کیږي.

په دې وروستیو کې دپاکستان یو شمیر اپوزیشن ګوندونو د پي ډي ایم په نوم یو سیاسي ائتلاف جوړ کړی اؤ ددې ائتلاف زیاتره مشران په پوځ سیاست کې دلاس لرنې تورونه لګوي خو پوځ اؤ حکومت دا تورونه ردوي.

شیخ رشید وویل دپوځ خلاف به نور هیچاته د سپکو سپورو ویلو اجازه نه ورکول کیږي اؤ که څوک داسې کوي نو قانون به دهغه په ضد حرکت کې راځي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG