لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 2020م کال کې د پاکستان په کانونو کې 205 کارګر مړه شوي دي


واشنګټن ــــ د پاکستان د کان کیندونکو مزدورانو اتحادیه وایي په تېر 2020م کال کې د دې هېواد د کولې یا سکرو په کانونو کې 205 تنه مزدوران د کار په مهال مړه شوي دي خو وایي د ډېرو نورو د مړینې شمېر معلوم نه دی.

په بلوچستان کې د کولې د مزدورانو د اتحادیې پاکستان ليبر فېډرېشن مشر سلطان محمد وایي چې تېر کال د کولې په کان کې د مزدورانو د مرګ پېښې زیاتې شوې دي. سلطان محمد وي او اې ډیوه ته وویل:

"ټول 205 درنګان مړه او دغومره ټپيان شوي دي، په بلو چستان کې دا شمېر 105 دی، د سیند صوبې شمېر نه شته ځکه چې هلته څوک مړ شي خپلوانو ته یې په لاس ورکړي خو خبر په ورځپاڼه کې هم نه وي او نه يې څوک پوښتنه کوي".

سلطان محمد وایي زياتره مزدوران د کار پر مهال په کانونو کې د ژغورنې د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله مړه کېږي، ځکه چې وایي په کانونو کې د متبادلې لارې جوړولو، د زهرجن ګېس د معلومولو د آلې،‌ پاکې هوا ورکولو او د سر خوندي ساتلو پر قانون عمل نه کېږي:

"متبادله لار د دې لپاره وي چې کارکوونکي ته تازه اکسیجن ورسېږي، ګېس هم پر دغه لاره وځي، که چېرې د کان په خوله کې څه پېښه کېږي یا اور لګېږي نو خلک بیا همدا متبادله لاره استعمالوي".

د کولې د مزدورانو سازمان وایي د صوبې په کانونو کې نه یواځې د مرګ پېښې کېږي بلکې روغتیایي اسانتیاوې هم نه شته چې کله څه پېښه وشي نو ټپیان شوي کسان له لرې غرونو کوټې ښار ته رسوي چې اکثره پر لاره مړه شي.

سلطان محمد د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، چې 2021م کال به په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د کان کیندونکو لپاره تر تېر کال هم خطرناک وي:

"لویه وجه دا ده چې کمپنۍ پخپله کار نه کوي ټېکداران کار کوي، د ټېکه دار دلچسپي له دې سره وي چې که مزدور مري که کان را نړېږي خو چې زیاته کوله را وباسي، دا کانونه باید د صحت او سلامتۍ د قانون په بنیاد جوړ شي نو بیا د مرګونو کچه را کمېدای شي".

د بلوچستان د معدنياتود څانګې ډویژنل ماین انسپکټر جمعه خان بابړ وایي، حکومت د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینې د مخنیوي لپاره ګامونه اخلي. وایي تېر کال چې شاوخوا سل مزدوران د بلوچستان په کانونو کې مړه شوي د هغوی کېسونه عدالتونو ته تللي دي:

"اوسني حکومت یوه قانوني‌ مسوده منظوره کړې چې جرمانې یې ډېرې زیاتې کړې دي، حکومت هڅه کوي د هر کان مالک مجبوره کړي چې په کانونو کې د تحفظ سامان لکه ګېس ټیسټران او د آکسیجن اخیستو شیان کښېږدي".

په بلوچستان کې د کولې په کانونو کې د مرګ له پېښو سره سره تېر کال د کورونا وایرس له کبله یو شمېر د سکرو کانونه بند وو، چې کان کیندونکي یې له یو شمېر اقتصادي ستونځو سره مخ کړي‌ وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG