لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمبمۍ دترهګریز برید پلان جوړونکی ذکي الرحمان لکهوي پولیسو ونیولو


په پنجاب کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دممبۍ دترهګریز برید دسازش جوړولو مرکزي کردار اؤ تندروه وسله والې ډلې لشکر طیبه کمانډر ذکي الرحمان لکهوي نیولی دی.

د لاهور سي ټي دي تاڼه کې د درج مقدمې له مخې په ذکي الرحمان تور دی چې د یو صحي مرکز یا ډسپنسرۍ دلارې یې ترهګرو دپاره پنګې راټولولې اؤ دغه پیسې یې بیا دترهګریزو فعالیتونو دپاره پکار راوستلې.

ذکي الرحمان لکهوي د جماعت الدعوه دمشر حافظ سعید نزدې ملګری ګڼل کیږي اؤ هغه د وسله والې ډلې لشکر طیبه یو مهم کمانډر هم دی.

په هغه تور دی چې په کال ۲۰۰۸م کې دهند په ممبۍ کې ښار دشوؤ ترهګریزو بریدونو پلان هم ده جوړ کړی ؤ چې پکې د ۲۲ؤ بهرنیانو په ګډون ۱۹۵کسان وژل شوي اؤ ۳۲۷ نور ژوبل شوي وؤ.

دذکي الرحمان لکهوي نوم ملګرو ملتونو دترهګرو په نوملړ کې هم ورشامل کړی دی .

دممبۍ دترهګریزو بریدونو وروسته هم ذکي الرحمان لکهوي په پاکستان کې نیول شوی اؤ دپینډۍ داډیاله زندان ته اچول شوی ؤ خو د لږې مودې له بند وروسته هغه بیا په ضمانت خوشې کړل شوی ؤ.

تر دې وړاندې د جماعت الدعوه مرکزي مشر حافظ سعید اؤ دهغه یو شمیر نور ملګري هم پاکستان کې نیول شوي اؤ محکمو ورته د بند اؤ جرمانو بیلابیلې سزاګانې اورولې دي.

سږکال دنومبر په میاشت کې حافظ سعید اؤ دهغه دوؤ نورو ملګرو ته دترهګرۍ په دوؤ بیلابیلو مقدمو کې دمحکمې لخوا دلس کلن بند سزا اورول شوې ده.

له دې وړاندې د روان کال فرورۍ په مياشت کې هم د ترهګرۍ ضد يو بل عدالت حافظ سعيد ته د 11 کالو بند سزا اورولې وه.

حافظ سعید په نومبر کال 2008م کې په ممبۍ کې ترسره شوي برید کې تورن دی او د دغه برید وروسته د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر ګرځول شوی دی.

د کال 2012م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی دی.

په می کال 2008م کې د امریکا د خزانې وزارت د حافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی ؤ.

XS
SM
MD
LG