لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې بیا د کریمه بلوڅ د مړ‎ینې د پلټنو د غوښتنې دپارہ لاریون او احتجاج شوی


په کېنېډا کې د بلوڅ سياسي فعالې کريمه بلوڅ د مړينې د پېښې پر ضد د بلوچ يکجهتي کميټۍ له لوري د کوټې د مطبوعاتو له کلب څخه د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ او بلوچستان هايي کورټ تر ودانيو پورې احتجاجي لاريون وشو.

پ دې لاريون کې د بلوچ ملتپاله ګوندونو د غړو تر څنګ په ګڼ شمېر ښځينه او نارينه مدني فعالانو هم ګډون درلوود.

احتجاج کونکو په لاسونو کې پلې کارډز رااخيستي وو پر کومو چې بيلا بېل شعارونه درج وو.

د احجاج کونکو له لوري انساني زنځير جوړ کړل شوی وو ، ځيني فعالينو د بلوچستان د هايي کورټ پر اوسپنيزو ديوالونو" زينځيرونه او تورې پټۍ " د احتجاج په توګه وتړلې.

له ډيوه سره په خبرو کې مدني فعالې حميده نور وويل,

" دا احتجاج د کريمه بلوڅ د مړېنې د پېښي پر ضد دی ، هغه له اغوا کېدو يوه ورځ پس وژل شوې وه، مونږ د دې پېښې ازادې پلټڼې غواړو ، ولې چې د هغې (مړينه) ځان وژنه نشي کيدای، هغه وژل شوې ده، د دې تر څنګ په بلوچستان ايالت کې د دې پېښې پر ضد له يوې اونۍ څخه د احتجاجونه لړی دوام لري، موږ ته خبر راکول شوی دی چې په ځينو سيمو کې د پوليسو له لوري د احتجاج کونکو مخه نيول شوې، د ښځينه احتجاج کونکو موبايل فونز ځيني اخيستل شوي ، مونږ ځکه نن د عدالت د ودانۍ ومخې ته احتجاج کوو چې مونږ ته دې بنيادي انساني حق " د بيان /وينا د ازادي حق دې راکړل شي".

په احتجاج کې شريکې بلوڅ فعالې ماه رنګ بلوڅ پر خپلو سترګو توره پټۍ تړلي وه ، هغې له ډيوه سره په خبرو کې تور ولګو چې" د بلوچستان ايالت په پنځو سيمو کې د احتجاج کونکو مخه نيول شوې، د ښځينه احتجاج کونکو په کورونو چاپې وهل شوې ، هغوی ته داغو کولو دهمکۍ ورکول شوې دي، او په اوران سيمه کې يې ټول احتجاج کونکي يي کېمپ ته ليګدولې، رياست له موږه څه غواړي ؟ د انسان پر بنيادي حق (د بيان پر ازادی ) دا رياست ولې بنديز لګوي ؟.

هغې وويل "مونږ د هايي کورټ پر ودانۍ زنځيرونه وتړل ،د هغه بنيادي وجه او مقصد مو دا وو چې دا اداره (عدالت) او د ايالتي اسمبلۍ ودانۍ د بلوڅو د ائيني حقوقو په حفاظت کې ناکامه دي، د بين المتحد په ګډون و ټولو ادارې دي يو وار بيا وګوري چې په بلوچستان کې هم انسانان اوسي بلوڅ هم انسانان دي ، نو بيا ولې د هغوی انساني حقوق نه ورکول کيږي ، د دې احتجاج په واسطه مونږ د کېنېډا و حکومت ته هم دا وايو چې دکريمه بلوڅ د مرګ د پېښې دې شفافې پلټنې وشي".

د احتجاج کونکو له لوري د پوليسو د زورونې اود دهمکيو او نورو تورونو په حقله مو د بلوچستان د اعلا وزير جام کمال د اطلاعاتو له مشاوري بشرا رند سره دتماس هڅه کړې خو هغې ځواب نه دې وويلې.

يوه اونۍ وړاندې بشرا رند په کوټه کې و مطبوعاتي کانفرنس ته وويل چې کريمه بلوڅ د بلوچستان او پاکستان لور ده ، د هغې په مرګ خفه ده ،د کېنېډا د حکومت زمه واري وه چې د کريمه بلوچ تحفظ يې کړی وی.

بشرا رند وويل چې د پاکستان مرکزي حکومت د کېنېډا له حکومت څخه د کريمې بلوڅ د مړينې د شفافو پلټنو غوښتنه کړې ده.

دبلوچ د زده کوونکو د سازمان بي ایس او - ازاد پخوانۍ یواځینۍ ښځینه مشره او د بشري حقونو فعاله کریمه بلوچ د دسمبر په 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې ورکه شوې او د دسمبر په 21مه د هغې مړی موندل شوی ؤ.

د ټورنټو پولیس وایي 37 کلنه کریمه بلوچ د اتوار- یکشبې په ورځ‌ ماسپښین نزدې درې بجې د ټورنټو په بې سټریټ او کوې ویسټ سیمو کې لیدل شوې وه خو له هغه وروسته بې درکه شوې وه.

د ټورنټو پولیسو روسته د کريمه بلوڅ د مړيني د پېښې د پلټنو په اړه په ټویټر لیکلي ؤ "د یو بې درکه شوي تن د پلټنو په اړه د ټولنې او رسنیو له شدیدې دلچسپۍ خبر یو، د حالاتو جایزه مو اخیستې او افسرانو دا یوه غیرمجرمانه مړینه ګڼلې او د وژنې څه شک نه شته. مونږ یې کورنۍ ته معلومات ورکړي"

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG