لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فضل الرحمان:پوځ که سیاست کې لاسوهنه کوي ښکاره به ورته وایو چې خپل سوګند ماتوئ


پاکستان کې داپوزیشن ګوندونو دائتلاف پي‌ ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان دحکومتي ګواښ په جواب کې په پرېکړې توګه ویلي چې که چرې پوځ سیاست کې لاسوهنه کوي نو هغوئ به ورته ډاګیز وایي چې” تاسو دخپل سوګند یا لوړې څخه سرغړؤنه کوئ”

دهیواد دکورنیو چارو د وزیر شیخ رشید احمد ددې ګواښ ځواب کې چې که څوک په پوځ نیوکه وکړي د۷۲ؤ ساعتو دننه به پرې مقدمه جوړه کړل شي، مولانا فضل الرحمان ویلي که شیخ رشید داسې وکړي نو په ۷۲ؤ ساعتو کې دننه به یې وزارت ختم شوی وي.

لاهور کې دخالي په ورځ رسنیو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ویلي درې ځله دهیواد وزیراعظم پاتې شوی نوازشریف د ناروغۍ له امله دپاکستان څخه وتلی دی خو حکومت دهغه دپاسپورټ ختمولو اقدام کوي اؤ بل لوري ته عدالت څخه دبغاوت په جرم کې په سزا د رسؤل شوي پرویز مشرف په هکله رویه هم هرڅوک ویني .

هغه وویل هیواد داسې پرمخ نه شي تللی، قانون دهرچا دپاره یو رقم پکار دی.

دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید تیره ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې حکومت دسیاسي ګوندونو عسکري تنظیمونه ختموي ، خو مولانا فضل الرحمان وویل چې دا دحکومت دویرې اؤ خوف علامت دی.

شېخ رشيد دپوځ په ضد دڅرګندونو پسر دمقدمو درج کولو خبره وروسته له هغې کړې ده چې د مولانا فضل الرحمان دګوند جمعيت علما اسلام ف يو مشر مولانا کفايت الله ويلي"مولانا فضل الرحمان دې ونيول شي خو د پاکستان د پوځ پخوانی ویاند عاصم سليم باجوه دې هم ونیول شي او د هغه ښی لاس دې غوڅ کړل شي"

د تېر کال اګست په مياشت کې يو پاکستاني خبريال احمد نوراني په فېکټ فوکس نومې ویب پاڼه په خپل راپور کې دعوه کړه وه چې باجوه او کورنۍ يې د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

باجوه دغه رپورټ رد کړی او د خپلې کورنۍ پرضد يې پروپېګنډه بللې وه .

شېخ رشيد د خالي په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل، د مفتي کفايت الله مقدمه يې د خېبرپښتونخوا حکومت ته لېږلې ده.

دمولانا فضل الرحمان سیاسي ګوند جمعیت علماء اسلام هم دانصارالاسلام په نوم یو تنظیم لري اؤ څېړونکي وایي چې دشیخ رشید اشاره هم د انصار الاسلام لوري ته وه خو مولانا فضل الرحمان وایي چې دا یوازې د رضاکارو یو تنظیم دی چې په تیر وخت کې یې ستائنې شوي دي خو نن که پرې دبندیز خبرې کیږي نو هیڅ نتیجه به ورنکړي.

په دې وروستیو کې دپاکستان یو شمیر اپوزیشن ګوندونو د پي ډي ایم په نوم یو سیاسي ائتلاف جوړ کړی اؤ ددې ائتلاف زیاتره مشران په پوځ سیاست کې دلاس لرنې تورونه لګوي خو پوځ اؤ حکومت دا تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG