لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعاصم باجوه دلاس غوڅولو له غوښتنې وروسته مفتي کفایت الله وایي دکورنۍ غړي یې پورته کړل شوي


دپاکستان دپوځ دیو پخواني جنرال عاصم سلیم باجوه دنیولو اؤ دهغه دیو لاس دغوڅولو له غوښتنې وروسته دجمعیت علماء اسلام(ف) وتلي مشر مفتي کفایت الله دعوه کړې ده چې دهغه دوه زامن اؤ یو اوښی دهغه له کوره پورته کړل شوي دي.

مفتي کفایت الله اندېښه ښکاره کړې ده چې دهغه دکورنۍ پورته کړل شوي غړي به په مقابله کې وژل شي.

خو دمفتي کفایت الله داستوګنې دسیمې مانسهرې پولیسو دا دعوې رد کړي چې ګنې دهغه دکورنۍ څوک غړي نیول شوي دي.

داتوار په ورځ مفتي کفایت الله په ټوئټر لیکلي تیره شپه “زمونږ په کورونو یرغل وکړل شو،زما دوه زامن اؤ اوښی دعدالت نه پشي شا وتښتول شول اؤ ویره ده چې دوئ په مقابله کې ووژل شي “

مفتي کفایت الله لیکلي “ددې درنده ګانو په موجودیت کې زما کور،ښځې اؤ ماشومان خوندي نه دي”

دمانسهرې دبفه پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او محمد ارشد بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې پولیسو دشپې دمفتي کفایت الله په کور چاپه وهلې وه خو هغه په کور کې نه ؤ اؤ پولیسو دهغه دکورنۍ هیڅوک نه دي نیولي.

دپولیسو دغه مشر ویلي چې دمفتي کفایت الله په ضد لاهور کې مقدمه درج ده اؤ ددغه مقدمه په اساس پولیس هغه نیول غواړي

مفتي کفایت الله دخپلو زامنو اؤ اوښي دپورته کیدو دعوه وروسته له هغې کړې چې اوړمه ورځ هغه پخپل یو بیان کې وویل"مولانا فضل الرحمان دې ونيول شي خو د پاکستان د پوځ پخوانی ویاند عاصم سليم باجوه دې هم ونیول شي او د هغه ښی لاس دې غوڅ کړل شي"

مفتي کفایت الله تر دې وړاندې هم څو کرته په ډاګیز ډول خپلو بیانونو کې دپاکستان دپوځي جنرالانو سیاست کې دلاسوهنې مخالفت کړی اؤ ویلي یې دي چې که څلور جنرالان په دار وځړول شي نو بیا به بل جنرال دائین ماتولو جرائت ونکړل شي

پخپل یو بل تازه ټوئټ کې مفتي کفایت الله لیکلي “په کورونو پرله پسې چاپې وهل اؤ ماشومان دځان سره بوتلل کوم ریاستي اصول دي ، ددې ترهګرۍ ځواب به ورکول وي”

هغه وړاندې لیکلي “دکوم ائین اډاڼه چې تاسو اخستې اؤ مقدمه جوړوئ هم ددې ائین دتقدس دپاره به ستاسو سره جنګیږم”

دمفتي کفایت الله زامن چا پورته کړي اؤ چرته یې بوتلي دي ؟ ددې تفصیلاتو معلومولو دپاره چې کله وي او ای ډیوه مفتي کفایت الله سره دهغه په موبائیل فون د اړېکې نیولو هڅه وکړه نو دهغه فون هیڅ ځواب ونه ویلو اؤ نه هم هغه ته په وټس اپ د ډیوه لیکل شوی پیغام ورسیدو.

دمفتي کفایت الله دې بیلابیلو ټوئټونو ته په غبرګون کې یو شمیر کسانو په ټوئټر هغه ته لیکلي ته چې دپوځ په ضد داسې خبرې کوې نو پکار ده چې ستا په ضد مقدمه جوړه شي.

خو ګڼ شمیر نورو بیا دجمهوریت د ودې اؤ د امریت په ضد دمفتي کفایت الله مبارزه ستائیلې اؤ هغه ته یې ډاډ ورکړی چې ټول قام ستا تر شا ولاړ دی.

دبشري حقونو فعالې ګل بخاري په ټوئټر لیکلي مفتي کفایت الله ډیر سخت ځورولی شي، ټول ریاست دیو سفید ریشه شخص مقابلې ته راولاړ شوی دی اؤ دهغه دهغه کم عمره ماشومان نیسي ،دهغه دکور تقدس پامالوي

خبریال اؤ سیاسي څېړونکي عمار مسعود په ټوئټر لیکلي،”داسې اطلاعات دي چې په مفتي کفایت الله سخت فشار راوړل کیږي ترڅو هغه دمولانا فضل الرحمان نه لاس واخلي”

هغه وایي “مفتي کفایت الله ته ددې خبرې سزا هم ورکول کیږي چې د ټي وي په یوه شو کې یې ویلي وؤ دا چونکې دمدینې ریاست دی ځکه نو دعاصم سلیم باجوه لاس دې دغلا په سزا کې غوڅ کړل شي”

دعبدالواحد په نوم تن په ټوئټر لیکلي “مفتي صیب په وطن مئین هرتن ستا تر شا ولاړ دی ،دپاکستان دائین اؤ قانون په ماتولو سره سره چې څومره نقصان څو مفاد پرستو پوځی جنرالانو هیواد اؤ ولس ته رسولی،دومره په تاریخ کې ولسي استازو نه دی رسولی”

دجمهوریت دطلبګار په نوم د ټوئټر دیو اکاونټ څخه دمفتي کفایت الله ټوئټر ته لیکل شوي “دریغه چې ته داحسان الله احسان پیروکار وې،دریغه چې دائین په ماتولو تا لکونه بنګالیان وژلي وی،دریغه چې تا خپل په زرګونو سویلین خرڅ کړي وی نو تا به د عش ژوند کولو ،ولې ته خو دائین د واکمنۍ خبره کوې نو داسې خو به درسره کیږي”

دثاقب په نوم تن بیا وایي مفتي صیب جواب خو به تاته هم ورکول وي دهاغو ټولو خبرو چې ته پرې خپل کور ډکوې،دهاغه غدارۍ چې ته اؤ ستا ګوند یې کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG