لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو په امريکا ناسم تورونه لګولي، سوني لګيت


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګيت ویلي، د طالبانو دغه تورونه ناسم دي چې امريکا د طالبانو سره د کړي تړون/ معاهدې سرغړونه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو يو وياند په امریکايي ځواکونو تورونه لګولي چې په ننګرهار، کندهار او هلمند کې يې بمباري کړې او د دوحې د تړون سرغړونه يې کړې ده.

د امریکايي ځواکونو وياند په ټویټر د طالبانو تورونو ته ناسم ویلي دي.

هغه ويلي، امریکايي ځواکونه په خپل دريځ کې ښکاره او په ځای ولاړ دي چې مونږ به د طالبانود بريدونو څخه د افغان ځواکونو دفاع کوو او هغه غږ تازه کوو چې ټولې خواوې دې تاؤ تريخوالی راکم کړي.

هغه ويلي طالبان دې په حکومتي چارواکو، د مدني ټولنې په مشرانو او جرنلېسټانو بريدونه ودروي چې سوله کامیابه شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون په درېمه جنورۍ په ټویټر ویلي، په تیرو څو ورځو کې امریکايي ځواکونو په ننګرهاراو هلمند کې هوايي بريدونه کړي او په کندهار کې يې د امریکايي ځواکونو هوايي ملاتړ کړی دی.

طالبانو خبرداری ورکړی که بمبارۍ او په کندهار کې عمليات ونه درول شو طالبان به يې عکس العمل ته مجبور وي او زمه واري به يې بيا په امریکا وي.

د تير کال په (۲۹م فرورۍ) د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او طالبانو تر منځه د افغانستان سولې په اړه لوظنامه لاس لیک شوې وه.

د يادې لوظنامې وروسته د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، هغه ګڼي په کومه لوظنامه چې طالبانو لاسليک کړی هغه (ټرمپ) پکې سنجيده دی خو ورسره يې خبرداری ورکړی ؤ که دا ناکامه شوه نو امریکا بيا جګړې پله تلی شي.

صدر ټرمپ ويلي ؤ که حالات خرابيږي نو امریکا به په پوره پوځي قوت سره بيرته راځي.

نوموړي د سولې د لوظنامې په اړه طالبانو ته خبرداری ورکړی ؤ چې کومې ژمنې شوي د هغې سرغړونه ونه کړی شي.

په دوحه کې دغه تاریخي لوظنامه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یوې لنډې دستورې وروسته لاس لیک کړې وه.

هغه وخت هيله څرګنده شوې چې بېن الافغاني خبرې په لسو ورځو کې پېل شي خو په رسمي ډول د طالبانو او افغان حکومت خبرې په 12م ستمبر پېل شوې وې، چې پکې بيا د ځنډ ښکار شوې او په اخره کې پکې د 20 ورځو دمه شوې کومه چې سبا سرته رسي او ويل شوي دغه خبرې بيا په دوحه کې پېل شي.

XS
SM
MD
LG