لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت دجوماتونو امامانو ته میاشتنۍ وظیفې پېلوي


دخیبر پښتونخوا صوبې مشر وزیر محمود خان د ټولې صوبې دجوماتونو امامانو له دمیاشتنۍ وظیفې ورکولو اعلان کړی دی چې په دې به دکال دوؤ نیمو اربو روپو نه زیاتې پیسې خرچ کولی شي.

د نهې په ورځ د وزیراعلا محمود خان په مشرۍ داوقاف محکمې چارواکو سره د غونډې په مهال پرېکړه شوې چې خیبر پښتونخوا کې به دجوماتونو ۲۲ؤ زرو امامانو ته سړي سر ۱۰ زره روپۍ میاشت ورکول کیږي.

د وزیراعلا دماڼۍ څخه دخپور شوي خبر له مخې په دې میاشتنیو وظیفو به هره میاشت ۲۲کروړه اؤ۲۲ لکه روپۍ مصرف کیږي.

غونډه کې پرېکړه شوې ده چې په صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ قبائیلي ضلعو دجوماتونو امامانو ته به هم دا وظیفې ورکول کیږي.

وزیراعلامحمود اړونده چارواکو ته وینا کړې ده چې د راتلونکي مالي کال دپیل څخه باید امامانو ته د وظیفو ورکولو دپاره ټولې تیارۍ سرته ورسول شي.

ویراعلا دټولې صوبې جوماتونو اؤ مدرسو ته د شمسي توانایۍ د ورکولو اؤ ددې دنورو اړتیاؤ په ترجیحي بنیادونو دسرته رسولو امر هم کړی دی.

په پاکستان کې دتحریک انصاف حکومت وخت په وخت دیني مدرسو اؤ جوماتونو سره خواخوږي ښایي اؤ په تیره موده کې یې خیبر پښتونخوا صوبه کې د خپل حکومت له لوري د طالبانو دتحریک دمشرانو دسبقونو دپاره مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیه ته ۵۷ کروړه روپۍ هم ورکړې وې .

دعمران خان دحکومت لوري حقانیه مدرسې ته د دومره لویو پېسو ورکړه ځېنو نقادانو طالبانو ته د رشوت ورکولو په نوم یاد کړي وؤ اؤ په عمران خان یې سخت ټکونه کړي وؤ.

خو وزیراعظم عمران خان دریځ لري چې دهغه حکومت غواړي دیني مدرسو کې اصلاحات وکړي اؤ دغه مدرسې هم دملي ځاندرې لاندې راولي ځکه نو د دیني مدرسو سره کومک کوي.

دا وخت په پاکستان کې د اتحاد تنظيم مدارس د انتظام لاندې ٣٥٣٣٧ ر جسټرډ، ثبت مدرسې دي. د غیر رجسټرډ شوو شمېر نه دی معلوم،

دکال ۲۰۱۷م د ستمبر په میاشت کې بلوچستان صوبه کې د زلمو یوې دستورې ته خپله وینا کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي وؤ "زیاتره مدرسې علم دينیات (تیهالوجی) ښايي"

هغه پوښتنه راولاړه کړې وه چې د تيهالوجي د وئېلو وروسته به د دوئ نه څه جوړېږي؟ او بیا یې په خپله دغې پوښتنې ته ځواب هم ویلی ؤ چې "یا به ترې ملا جوړېږي یا ترهگر.

په پاکستان کې د ډیر وخت راهسې په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کیږي او بنیادي مقصد يې دا ویل کیږي چې مدرسې دې په نصاب کې هم عصري سبقونه شامل کړي.

د پاکستان د حکومت دريځ دی د اصلاحاتو دلارې حکومت په مدرسو خپل نظر هم زیاتول غواړي خو مدرسې تر اوسه بدلون منلو ته تیارې نه ښکاري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG