لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان غیر ناټو ائتلافي حیثیت خطره کې لوئېدلی


امریکا کانګرېس لاندېنۍ برخې هاوس آف ريپرېزنټېټو تېره ورځ‌ يوه قانوني مسوده یا بل وړاندې کړی چې تر څو پاکستان د حقاني نېټ ورک د ترهګرو په ضد کوټلي پوځي عمليات نه وي کړي تر هغې دې د پاکستان نه دغېر ناټو مهم اتحادي حېثيت بېرته واخستل شي.

دغه بل په هاؤس کې د ریپبلیکن ګوند غړي اینډي بګس وړاندې کړی چې د کتنې لپاره د خارجه چارو کمېټۍ ته استول شوی دی.
د څېړونکو وینا ده چې د پاکستان کولیشن سپورټ فنډ د وړاندې څخه ختم کړی شوی دی اؤ د غیر ناټو اتحادي حیثت ختمولو سره به یې د فاعي مرستي هم ختمې شي

دامريکې په کانګرېس کې وخت په وخت ځينې غړي د پاکستان په ضد دغسې بلونه وړاندې کوي خو په وروستيو کې امريکايي چارواکو د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د روانو خبرو اترو په سر دپاکستان د رول ستاېنه کوي.

ددې ترڅنګ امريکا د لشکر طيبه او نورو سخت دريځه تنظيمونو په ضد هم د پاکستان د ګامونو ستاېنه کړې ده.

دناټو دغیر اتحادي دمهم حیثیت له له امله پاکستان د امرکا د دفاع د وزارت سره دفاعي راکړه،ورکړه،ددواړو هیوادونو تر منځ دفاعي ځیړنو کې مرسته او د پر مختګ پروژو کې برخه اخستي شي.

په پاکستان به یېت اغېزې به څه وي؟

دپاکستان دغیر ناټو اتحادیي حیثیت ختمولو اغیزې به په پاکستان څه وي ؟ په دې اړه دفاعي څیړنکار اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی افسر بریګیډیر(ر) سید نذیر وي او ای ډیوه ته وایی "کولیشن سپورټ فنډ د وړاندې څخه تړل شوی دی او د دغه ګام به د امریکا د پاکستان سره پردفاعی مرستو هم اغیزې وکړي"

هغه وایي که چرې داسې وشي نو پاکستان ته به یې چې کوم غټ زیان په استراتیژیکي کچه رسیږي هغه به د امریکا سره د هند زیاتیدوکې دفاعی اړیکې وي.

په تیرو دوؤ کلونو کې وروسته له هغې دامریکې اؤ پاکستان اړېکو کې یو څه ښه والی په نظر راځي چې دپاکستان په مرسته افغان طالبانو سره وړومبی دامریکی اؤ بیا دافغان دولت د سولې خبرې شورو شوې دي.

د پاکستان تر مخه د دوئ په مرسته د امریکا او افغان طالبانو تر منځ تیر کال د فرورۍ په ۲۹مه نیټه د سولې لوظنامه لاس لیک شوې وه او اوس د قطر دوحه ښار کي بین الافغاني خبری روانې دي.

په قانوني مسوده کې داهم ویل شوي دي چې پاکستان ته به امریکایي صدر هیڅ یو بل حیثیت هم تر هغه وخته نه شي ورکولی تر څو چې د صدارتی اجارت نامې تر مخه پاکستان دحقاني شبکې په شمول د نورو ترهګرو ډلو پټې ځالې له مینځه نه وي وړي. اؤ دترهګرو د ازادانه خوځښتونو ختمولو دپاره یې دعملیاتو ترڅنګ افغانستان سره په دې اړوند مرسته نه وي کړ

پاکستان کال ۲۰۰۴ کې د بش انتظامیې د واکمنۍ په مهال د امریکا غیر ناټو اهم ملګړی ګرځول شوی ؤ.

د ترهګرو ډلو په ضد دکوټلو ګامونو په نه پورته کولو امریکایي صدر ډونلډ ترمپ کال ۲۰۱۸م جنوري کي د پاکستان ټولې مالي او امنیتي مرستې تړلې وې او هغه وخت هم پاکستان د مهم غیر ناټو اتحادې حیثیت ختمولو په معامله بحث مخی ته راغلې ؤ.

بل پلو پاکستان مدام دا دریځ لرلی چې بغیر د څه توپیره د ټولو ترهګرو په ضد عملیات کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG