لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د دوحې بین الافغاني خبرو کې باید دواړه خواوې نرمښت وښایي


پاکستان د قطر پايه تخت دوحه کې د شورو په ورځ د بين الافغاني خبرو د دويم پړاو د پېل کېدو هرکلې کړی او دسولې په خبرو بوختو دواړو خواؤ څخه یې غوښتنه کړې چې هغوئ باید کوټلې او پراخ بنسټه سياسي روغې جوړې ته رسېدو لپاره دنرمښت څخه کار واخلي.

د پاکستان دبهرنیو چارو دفتر څخه خپور شوي بیا کې ویل شوي چې اسلام اباد به له خپله اړخه د افغانستان دامن اؤ سولې په عمل کې مرستې ته دوام ورکوي.

په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ډلو د درېوؤ اوونیو له ځنډ وروسته د شورو- چارشنبې په ورځ د مذاکراتو د دویم پړاو د پیلېدو لپاره خپله لومړنۍ رسمي او ابتدایي ناسته کړې چې ټاکل شوې په دې پړاو کې به د ایجنډا پر موضوعاتو بحثونه وشي.

پاکستان دعوه لري چې دافغان مرکچي پلاوي اؤ افغان دولت ترمنځ دسولې خبرو ته لاره داسلام اباد د هڅو په پایله کې هواره شوې ده ده

پخپل یو بل بیان کې پاکستان دافغان دولت نه غوښتنه کړې ده چې دهاغو ترهګرو په ضد کوټلي ګامونه واخلي چې دافغانستان دخاورې څخه پاکستان کې بریدونه کوي.

دپاکستان دخارجه دفتر نه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې تیره ورځ دافغانستان د خاورې نه ترهګرو دپاکستان قبائیلي ضلعه مهمند کې دپاکستان پوځیانو په یوه پوسته برید کړی چې پکې دپاکستان یو دایف سي عسکر وژل شوی دی.

بیان کې راغلي چې دپاکستان پوځ ددغه برید سمدستي اؤ موثر جواب ورکړی دی خو افغان دولت باید دافغانستان په خاوره کې دپټو ترهګرو ډلو په ضد کوټلي ګامونه واخلي.

پاکستان تر دې وړاندې هم څو کرته تورونه لګولي چې دافغانستان دخاورې څخه دپاکستان په پوځیانو بریدونه کیږي خو برعکس بیا افغان دولت دریځ لري چې پاکستاني پوځيان زیاتره وخت دخپلې خاورې څخه دافغانستان په عامه ابادۍ بریدونه کوي چې تر اوسه دې بریدونو کې په شلګونو ملکي خلک وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

افغان دولت وایي هغوئ پخپله خاوره کې د موجودو ترهګرو په ضد دنړیوالو ځواکونو په ملتیا کوټلي عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې ګڼ شمیر ترهګر یا خو وژلي اؤ یا یې هم ژوندي نیولي.

خو افغان چارواکي بیا تور لګوي چې دپاکستان په خاوره کې اوس هم ترهګر خوندي ځالې لري اؤ له دغه ځایه افغانستان کې خپل د ورانکارۍ پلانونه عملي کوي.

دامریکایي کانګرېس لاندېنۍ برخې هاوس آف ريپرېزنټېټو ته روانه اوونۍ يوه قانوني مسوده یا بل وړاندې کړل شوی چې تر څو پاکستان د حقاني نېټ ورک د ترهګرو په ضد کوټلي پوځي عمليات نه وي کړي تر هغې دې د پاکستان نه دغېر ناټو مهم اتحادي حېثيت بېرته واخستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG