لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جام کمال:افغان دولت پاکستان څخه مچهـ کې د وژل شوؤ افغان هزاره ګانو مړي غوښتي


دبلوچستان اعلا وزیر جام کمال وایي د افغانستان حکومت د پاکستان څخه غوښتنه کړ‎ې چې په مچهـ کې د وژل شوو ھزارګانو درې مړ‎ي دې افغان حکومت ته و سپارل شي.

جام کمال پر خپل ټویټر پاڼه لیکلې افغان حکومت ادعا کړ‎ې چې تېرہ ورځ د بلوچستان په مچهـ سیمه کې په لسو وژل شوو ھزارګانو کې د اوؤ پېژندګلو د افغان وګړو په توګه شوې ده.

جام کمال زیاته کړ‎ې چې دافغانستان حکومت د وژل شوو ھزارګانو د کورنیو په ټینګار د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د درېوؤ مړ‎و جسدونو ژر تر ژره افغان حکومت ته وسپاري.

په کوټه کې د افغانستان دکونسلګرۍ د سرچینو تر مخه په وژل شوو ھزارګانو کې د اوؤ تعلق دافغانستان دایکندی ولایت سرہ دی.

د جنورۍ پر دویمه د بلوچستان په مچهـ سیمه کې لس کان کیندونکي وژل شوي وو ، کورنۍ یې وایي د وژل شوو غاړ‎ې په چاړ‎ہ پرې کړ‎ل شوې دي .

د پولیس وایي وژل شوي ټول شیعه ھزارہ دي.

د یادې پېښې ذمه واري داعش یا (ایي ایس، ایي ایس) قبوله کړ‎ې وہ.

د وژل شوو مړ‎ي د کوټې پر مغربي بایي پاس له تېرو پنځوؤ ورځو د احتجاج په توګه ایښول شوي دي.

د مجلس وحدت مسلمین او د وژل شوو د کورنیو له لوري ددغه پېښې پر ضد احتجاجي پرلت روان دی.

اعلا وزیر جام کمال پر خپل ټویټ کې له احتجاج کونکو خواست کړ‎ی دی چې خپل مړي دې ښخ کړ‎ي او له حکومت سرہ دې مرسته وکړ‎ي.

احتجاج کونکي وایي “د پاکستان وزیر اعظم عمران خان دې دپرلت ځائ کوټې ته راشي، په پېښه کې د ککړ‎و خلکو د نیولو او د امن باور دې راکړ‎ي بیا به احتجاج ختموو”

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دا برید غندلی او له هزاره رورولۍیې غوښتنه کړې چې دوئ دې خپل مړ‎ي ښخ کړ‎ي ،دی ( عمران خان) به ضرور کوټې ته ورځي.

عمران خان پر ھزاره ګانو د بریدونو لړ‎ۍ په ۱۹۸۰ کې پاکستان د جګړې برخه جوړ‎ېدلو،سرہ تړ‎لي.

ښاغلي خان د ترکي له ټي وي سرہ په ځانګړ‎ې مرکه کي ویلي

”په افغان جګړه(چې هغه دافغان جهاد په نوم بللې)کې د برخې اخستلو یو بدترینه نتیجه په پاکستان کې وسله وال فرقه واریت ؤ، نو موږ‎ ھم له دې میراث سرہ مخامخ یو، په بلوچستان کې شیعه ھزارہ ګان ھم دغه سني ګروپ په نخښه کړ‎ي”

ښاغلي خان د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې ته چې ددې پېښې پړه یې په غاړه اخیستې ، حواله ورکړ‎ہ او وئ ویل :

"دا خورا بدبختي ده ځکه چې نه یوازې دا چې موږ دا افراطي فرقه ییزه ډلې لرو بلکې دې ډلو له داعش سرہ اتحاد کړ‎ی”

په کوټه کې د اردو نیوز خبریال زین الدین وایي “ لشکر جهنګوي، لشکر جهنګوي ال عالمي او د تحریک طالبان پاکستان ځایي کمانډران او نور غړ‎ي په بلوچستان کې له داعش سرہ ملګري شوي دي ”

تېرہ ورځ د افغانستان دبهرنیو چارو د وزارت، له لوري خبر ورکول شوی و چې

“د پاکستان د بلوچستان ایالت د بولان سیمې په مچهـ کلي کې د ډبرو سکرو په کان کې د لسو تنو کان کیندونکو چې د هغو له ډلې اووه تنه یې افغان وګړي دي، د ھغو وحشیانه وژنه په کلکه غندي، او د دې پیښې د قربانیانو د کورنیو پاتې غړو ته د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندې کوي،

په کویټه کې د افغان قونسلګرۍ مسوولین د دې پیښې د خبریدو څخه وروسته، سمدلاسه د پیښې سیمې ته ورغلي او قربانیانو د جسدونو د پیژندلو په موخه، د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان د دولتي چارواکو سره له اړیکو نیولو وروسته یې، عاجل اقدام تر سره کړی دی،

د بهرنیو چارو وزارت په کویټه کې د افغانستان قونسلګرۍ او په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت ته دنده ورسپارلې چې د قربانیانو له کورنیو سره د جسدونو په لیږد کې هر ډول لازمې مرستې وکړي،

دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت دبیان له مخې افغان دولت چمتو دی چې د پاکستان سره په ګډه کار وکړي چې د دې وحشتناک جنایت په اړه څېړنې او پلټنې بشپړې کړي، او تر هغې به دا موضوع تعقیبیږي تر څو د دې پیښې عاملین وپیژندل شي او د عدالت د پلي کیدو په موخه د قانون منګولو ته وسپارل شي،

د بلوچستان ایالتي حکومت رپورټ ښایي په تېرو دوؤ لسیزو کې ۱۰۰۰ شیعه ھزارہ په ھدفي وژنو ، بمي چاودنو ، ځانمرګي بریدونو کې وژل شوي او ډېری نور ټپیان شوي دي.

خو د ھزاره ګانو سیاسي او مذھبي ګوندونو مشران د وژل شوو شمېر تر دوو زرو زیات یادوي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG