لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوډان له اسرایلو سره د اړیکو د نورمال کېدو تړون لاسلیک کړ


واشنګټن – سوډان په رسمي توګه د ابراهام تړون لاسلیک کړ او دا یې ومنله چې له اسرایل سره اړیکې نورمالې کړي.

دغه تړون به سوډان ته لاره هواره کړي چې د نړیوال بانک له یویو قرضو څخه د ارام ساه واخلي.‌

د لاسلیک دغه تاریخي مراسم د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خرطوم کې د امریکا په سفارت کې ترسره شو.

د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچن د واشنګټن له لوري لاسلیک وکړ او د سوډان د عدلیې وزیر نصرالدین عبدالباري پرې د خرطوم لخوا لاسلیک وکړ.

عبدالباري تر لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل، خرطوم د سوډان او اسرایلو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېد هرکلی کوي او سوډان به هڅه وکړي چې له دې څخه د خپلې ګټې او په سیمه کې د نورو هېوادونو د ګټې لپاره کار واخلي.

هغه دا هم وویل، چې خرطوم د منوچن ددې تاریخي سفر هرکلی کوي او هیله لري چې د سوډان او امریکا ترمنځ اړیکې ځواکمنې شي.

منوچن په خپلو لنډو خبرو کې وویل،‌ "دا زیات د ویاړ ځای دی چې نن دلته له تاسو سره یم، او زه فکر کوم چې دا به د اسرایلو او سوډان په خلکو باندې ستر اغېز ولري په داسې حال کې چې دوی به په کلتوري او اقتصادي فرصتونو کې په ګډه کار کوي."

د ابراهام تړون د امریکا په منځګړیتوب شوی چې له امله یې تر دې وړاندې، عربي متحده اماراتو او بحرین هم له اسرایلو سره تر لسیزو خرابو اړیکو خپلې اړیکې بېرته نورمالې کړې دي.

سوډان وروسته له هاغې په دغه تړون د لاسلیک سره موافقه وکړه چې امریکا به دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړ کونکو هېوادونو څخه باسي چې له امله به یې دغه هېواد نړیوالو قرضو ته لاس رسی وموي.

د ډیسمبر په وروستیو کې امریکا سوډان له دغه لست څخه وویسته او امریکا دا ومنله چې سوډان ته یو بیلین ډالره پور ورکړي تر څو پرې د نړیوال بانک قرضې خلاصې کړي.

د سوډان یو اقتصاد پوه ولید النور وویل، چې سوډان دغې مرستې ته اړتیا لرله تر څو پرې خپل اقتصاد بېرته ورغوي.

هغه دا هم وویل، چې د ترهګرو د ملاتړ کونکو هېوادونو له کتار څخه د سوډان له وېستلو اوس دغه هېواد د نړیوال بانکي‌ سیستم سره یوځای شو او کولای شي چې هر کال له نړیوال بانک څخه د خپل اقتصاد د رغولو لپاره ۱.۵ بیلینه ډالره پور واخلي.

سوډان د ترهګرو څخه د ملاتړ کونکو هېوادونو په کتار کې له دې امله اچول شوی وو چې په ۱۹۹۰مې لسیزې کې یې اسامه بن لادن او د القاعده نورو مشرانو ته پناه ورکړې وه.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG