لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:په فیس بک دمذهب دسپکاوي په تورونو عدالت درېوؤ کسانو ته دمرګ سزا اورؤلې


په اسلام اباد کې دترهګرۍ ضد عدالت د ټولنيزو رسنيو د لارې داسلام د پيغمبر د سپکاوي په تور درېوؤ کسانو ته دتېزندۍ سزا اورولې ده.

په پاکستان وړاندې نه نېوکې روانې دي چې دغه هیواد کې دمذهب دسپکاوي قانون زیاتره مهال د لږکیو یا اقلیتونو په ضد د وسلې په توګه کارؤل کیږي.

دبشري حقونو فعالین اؤ څېړونکي وايي ښکتني عدالتونه مدام داسې رقم مقدمو کې د وکيلانو د سخت دريځو ډلو دفشار په اساس سختې سزا ګانې واوروي خو هائیکورټ او سپريم کورټ دې کې ٩٩ فيصدي قضيي بيا د نيمګړو شواهدو په اساس ختمي کړي.

ناصر احمد سلطاني، عبدالوحيد او رانا نعمان نومې کسانو باندې د فيس بک د لارې د پيغمبر اسلام د سپکاوي د مواد خپرؤلو تور ؤ او د اسلام اباد دترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت په دغه تور دجمعې په ورځ هغوئ ته دتېزندۍ سزا اورولې ده.

ددې ترڅنګ ياد عدالت د اسلام اباد يوه تعليمي اداره کې استاد پروفيسر انوار ته هم د پيغمبر اسلام په ضد دسپکو خبرو کولو په تور د لس کلن بند سزا اورولې ده.

د پلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای دغه تورن کسان نيولي وؤ او ادارې دغه قضيه کې د نومول شوؤ تنانو په ضد دا ٤٠ مستندو ګواهانو او کوټلو عصري ثبوتونو وړاندې کولو دعوه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دمذهب دسپکاوي دقانون څخه داقلیتونو په ضد دناسمې استفادې پسر پاکستان دنیوکو سره مخ دی.

امريکا او د بشري حقونو دپاره کارکوونکي نور تنظیمونه وخت په وخت اندېښنې ښایي چې پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون دلږکیو په ضد په ناسم ډول کارولی شي.

دبشري حقونو فعال او قانون پوهه بيرسټر سيف الملوک وايي د ملکي قانون د لاندې يو قاضي د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ يا بله کومه سزا اورولى شي.

خو دسيف الملوک په وينا دا هم حقيقت دى چې لاندې عدالتونه د وکيلانو د مذهبي تندروه ډلو چې ددغو قضيو د لارې جنت ته د تللو غرضي وي د دوئ د فشار په اساس سختې سزاګانې اوروي.

نوموړي وي او ای ډيوه ته ويلي خو بيا چې کله د وکيلانو د فشار او د جنت د طمې نه بغير دغه قضيي هائیکورټ او سپريم کورټ ته وړاندې شي او خبره قانون او ثبوتونه له ورشي نو ٩٩ فيصدي قضيو کې تورن کسان بې ګناه ثابتيږي او خوشې شي.

پاکستان کې د ښکتنیو عدالتونو لخوا د مذهب دسپکاوي مقدمو کې د مرګ په سزا محکوم شوى يو تن هم لا تر اوسه تيرندي شوی نه دی خو ددې په پرتله دمذهب دسپکاوي په تورونو تورن يو شمير کسان چې پکې مسلمانان هم شامل دي تر اوسه دقهرجنو مظاهره چيانو اؤ سخت دریځو د لاسه وژل شوي دط.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG