لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دهزاره خواریکښو له وژنې وروسته تربت کې وړومبۍ چاودنه،څلور تنه ژوبل


دبلوچستان دتربت سیمې په سنیما بازار کې دچاودنې له امله څلور تنه ژوبل شوي چې د درملنې دپاره دتربت ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.

پولیس وایي داسې ښکاري چې تندلارو په سیمه کې دایف سي ځواکونو په امنیتي پوسته برید کول غوښتل.

پاکستاني رسنۍ وایي ددغه چاودنې سره سم په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه اؤ دقانون پځائ کوونکو ادارو مامورین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړي دي.

په دریمه جنورۍ دبلوچستان په مچهـ سیمه کې ترهګرو ۱۰ هزاره شیعه مسلکي خواریکښ وژلي وؤ چې دترهګرۍ ددغه پېښې وروسته دا بلوچستان کې د ورانکارۍ دوهمه پېښه ده.

په بلوچستان کې دا تازه چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې یوه ورځ وړاندې وزیراعظم عمران خان کوټې ته دخپل سفر په مهال ژمنه کړې وه چې بلوچستان کې به دامنیت قابو کولو دپاره حکومت خپل ټول توان پکار روالي

په ۲۷م دسمبر دبلوچستان په هرنایي سیمه کې د ملیشاء ځواکونو په یوه پوسته د ترهګرو ډزو کې اووه عسکر وژل شوي وؤ.

همدا شان له دې پېښې یوه ورځ وړاندې په ۲۶م دسمبر دبلوچستان پنجګور سیمه کې دچاودنې له امله دوه کسان وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG