لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حزب وحدت اسلامي مشر د اسلام اباد سفر کړی


د افغانستان د حزب وحدت اسلامي مشر محمد کریم خلیلي د پاکستان درې ورځنی سفر کړی چې پکې به نوموړی د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او نورو مهمو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

پاکستان ويلي د کریم خلیلي د سفر مقصد په افغانستان کې د امن پحقله دی او پاکستان به هلته امن د پاره خپل مثبت کردار لوبول جاري ساتي.

خلیلي به د اسلام باد په سفر کې د وزیراعظم عمران نه علاوه د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي، چې پاکستان اوس هم په خپل دغه دريځ ولاړ دی چې افغانستان کې د امن د پاره د سیاسي لارې د روغې جوړې د عمل ملاتړ کوي.

نوموړی خليلي په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې تيره میاشت د افغان طالبانو د سیاسي امورو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر هم د پاکستان سفر کړی ؤ.

خو دلته د افغان طالبانو سره د ملا بردار ویډیوز په ټولنیز رسنیو د خپرېدو وروسته په افغانستان کې امن د پاره د پاکستان په کردار پوښتنې راپورته شوې وې.

او د افغانستان د بهرنيو چارو دفتر هم د ملا برادر په پاکستان کې د طالب جنګیالو سره په ملاقاتونو اندېښنې ښودلې وې.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې د پاکستان د حکومت نه غوښتي وو چې د خپلې خاورې کارولو اجازه د اسې چا ته ور نه کړي څوک چې د جګړې او وينې تويولو په دوام سره ټينګار کوي.

امریکا او افغان دولت په افغانستان کې د امن راوستو د پاره د پاکستان نه خپل مثبت کردار لوبولو غوښتنې لري خو ورسره د پاکستان په کردار تنقید هم کوي.

خبریال صفي الله ګل وایي چې په تيرو وختونو کې په افغان جهاد کې د پاکستان د کردار له امله په افغانستان کې عمومي تاثر هم دغه دی چې هلته د بدامنۍ ذمه وار پاکستان دی.

صفي الله وایې چې اوس پاکستان هلته د امن خواهش هم لري او د دې مقصد دپاره هڅې هم کوي خو بیا هم د پاکستان په نيت او کردار شک کیږي.

نوموړی زياتوي چې په افغانستان کې د امن راوستو د پاره به پاکستان ته په هر حال کې مثبت کردار لوبول وي ځکه چې هلته د امن له وجې به په پاکستان کې امن ممکن وي.

ېو بل خبريال اياز خان وايي چې په افغانستان کې د امن پحقله د پاکستان د کردار نه انکار ممکن نه دی او هم دغه وجه ده چې دلته، امریکایي او افغان چارواکي، او په افغانستان کې موجود د نورو تنظیمونو مشران د پاکستان سفر کوي.

ایاز خان وایي چې د داسې سفرونو له امله د دواړو هیوادونو ترمینځ اعتماد سازۍ ته هم وده ترلاسه کيږي د کوم څه چې د افغانستان امن پروسې د پاره ډیر ضروري دي.

پاکستان بیا بيا وايي چې په افغانستان کې د امن خواهش لري خو افغان حکومت او امریکې څو واري په دې تنقید کړی دی چې د پاکستان ځمکه په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو او ولس پرضد استمالیږي.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وخت په وخت دعوې کوي چې د افغانستان د لوري په پوله ترهګر د افغان لوري په پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG