لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرل په قضيه کې وکيل، ګواهانو او ججانو ته دهړکې ورکړی شوي، په سيند هايکورټ کې بله اورېدنه شوې


د امریکا جرنلېسټ ډېنيل پرل د کورنۍ وکیل سپريم کورټ ته ويلي، د پرل د تښتونې او وژنې په قضيه کې وکيل، ګواهانو او ججانو ته دهړکې ورکړی شوي او عدالت بدل کړی شوی دی. بل لور ته په سيند هايکورټ کې نن په 13م جنورۍ د عدالت د سپکاوي اورېدنه هم شوې ده.

د ډينيل پرل کورنۍ او سيند حکومت د پرل د تښتونې او وژنې په قضيه کې د سيند هايکورټ هغه پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې چې سيند هايکورټ په ياده قضيه کې د مرکزي تورن عمر سعید شېخ او هغه سره درې نورو کسانو سزاګانې بدلې کړې وې.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د ډېنيل پرل د کورنۍ وکيل فېصل صدیقي د سپريم کورټ په اورېدنه کې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ عدالت ته ویلي چې په ياده قضيه کې وکيل، ګواهانو او ججانو ته دهړکې ورکړی شوي او بيا دغه قضيه د کراچۍ نه حېدراباد ته منتقل کړی شوې.

هغه ويلي عدالت دې دغه حالات په نظر کې وساتي چې فېصله يې اورولې ده.

د سپريم کورټ د جج جسټس مشيرعالم په مشرۍ د درې کسيزه ججانو بنچ ياده اورېدنه کوي.

محمود ای شېخ چې د عمرشېخ وکالت کوي عدالت ته یې ویلي د امریکايي تحقيقاتي ادارې (اېف بي ايي) ډله پاکستان ته راغلې په پولیس يې فشار اچولی او د تورنو کسانو څخه په زوره غلط اعترافي بيان اخستل شوی.

بل لور ته نن په 13م جنورۍ په سيند هايکورټ کې د عدالت د سپکاوي په خواست اورېدنه شوې چې د عدالت د حکم باوجود عمرشېخ او نور نه دي خوشي کړی شوي.

سيند هايکورټ په 24م دسمبر 2020 د عمرشېخ او نورو د خوشي کولو امر کړی ؤ. د تيرکال اپرېل د میاشتې په دوهمه نېټه سيند هايکورټ فېصله اورولې او د ډېنيل پرل د تښتولو او وژلو مرکزي تورن بنديوان عمرشېخ د مرګ سزا يې په اووه کاله بند بدله کړې او نورو درې کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته اورول شوې د عمر بند سزاګانې يې ختمې کړې وې.

سیند حکومت او د ډینيل پرل کورنۍ د هايکورټ د فېصلې پرضد سپريم کورټ ته تللي او سيند هايکورټ بيا ياد کسان د امنیت په خاطر په زندانونو کې نظر بند ساتلي وو.

د 24م دسمبر د فېصلې وروسته چې بندیوان کسان د عدالت څخه نه ؤ خوشي کړی شوي وکیل يې سيند هايکورټ ته د سيند حکومت د کورنيو چارو سيکرټري او چیف سيکرټري او جېل چارواکو پرضد د عدالت د سپکاوي خواست کړی ؤ، خو نن چيف سيکرټري او داخله سيکرټري عدالت ته نه ؤ حاضر شوي او د بلې اورېدنې دپاره 20م جنوري ټاکل شوې ده.

د امریکې اټارني څارنوال/ اټارني جنرل د دسمبر په وروستيو کې ویلي ؤ، چې امریکا تياره ده چې د ډېنيل پرل په وژنه کې ککړ سزاوار پرضد مقدمه وچلوي د چا د خوشي کولو امر چې د پاکستان عدالت کړی دی.

سرپرست څارنوال جېفري روسن ویلي ؤ، "مونږ د پاکستان د حکومت دې پرېکړې ته درناوی لرو چې د سيند هايکورټ د فېصلې پرضد يې اپيل کړی چې د شېخ او هغه د ملګرو سره دې حساب وشي". او نوموړي "د هغوی خوشي کول د ترهګرۍ د اغېزمنو سپکاوی یاد کړی دی".

هغه په بيان کې ویلي ؤ، "که د تورنو پرضد هڅې نه کامیابيږي امریکا تياره ده چې عمرشېخ بندي کړي او په امریکا کې پرې مقدمه وچلوي".

هغه زياته کړې وه مونږ دا اجازه نه شو ورکولی چې د ډېنيل پرل په تښتونه او وژنه کې انصاف د پښو لاندې شي.

د جارج ټاؤن پوهنتون د پرل پروژې په کال 2011 کې په خپل څيړنيز رپورټ کې ویلي ؤ چې د پرل د وژنې په مقدمه کې غلط تن ته سزا اورول شوې ده.

دغه څيړنه چې د ډېنيل د وال سټريټ جنرل پخوانۍ ملګرې او د جارج ټاؤن پوهنتون پروفېسرې اسرا نعماني په مشرۍ شوې، دعوه پکې شوې وه چې د ډېنيل پرل وژونکی خالد شېخ محمد دی څوک چې د 11 ستمبر 2001 د امریکا د بريدونو تورن مرکزي پلانوونکی دی، احمد سعید عمر شېخ نه دی.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي اشيا بېورو چيف ؤ په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی ؤ چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG