لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ نه داعش ته د ترهګرۍ دپاره فنډنګ شوی، سي ټي ډي


د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې په کراچۍ کې د نیولي يو تن د موبايل څخه مالومات ترلاسه شوي چې هغه او ملګرو یې په کراچۍ او نور پاکستان کې پېسې راټولولې او په شام کې د داعش سره تړاؤ لرونکو ترهګرو ته يې د ترهګرۍ دپاره لېږلې.

د کراچۍ د سي ټي ډي پوليس مشر راجه عمر خطاب وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، مشکوک محمد بن خالد نومې تن نيول شوی ؤ سمدست ورسره کوم شواهد نه ؤ ترلاسه شوي خو د هغه نه د ترلاسه شوؤ موبايلونو په فرانزک معاينه کې مالومه شوې وه چې د هغه د نورو سره رابطه وه چا چې پېسې ورکولې يا د چا د لارې يې چې لېږلې.

هغه وويل دغه تن د نیولو وروسته په ضمانت پرېښودی شوی او د فرانزک معاينې د رپورټ مخې ته راتلو وروسته د هغه د نيولو عملیات پېل کړی شوي دي.

سي ټي ډي په 11م جنورۍ د دغه تن پرضد مقدمه درج کړې چې محمد بن خالد په 17م دسمبر د کراچۍ د پي اي سي اېچ اېس علاقې څخه په دې شک نيول شوی ؤ چې هغه او ملګري يې داعش ته فنډنګ کوي، وروسته د فرانزک رپورټ څخه مالومه شوې چې هغه او د هغه شریک ملګري ضيا، اوېس او جنېد په شام کې د داعش د ترهګرو د کورنيو سره په رابطه کې وو.

د مقدمې ترمخه دوی د داعش دپاره پېسې راټولولې او د ترهګرو د کورنیو د لارې يې هغو ته رسولې او دغه پېسې په ممکنه توګه په پاکستان کې هم د ترهګرۍ دپاره کارول کيږي.

په دوی بيا د ترهګرۍ د قانون لاندې مقدمه درج کړی شوې ده.

بل لور ته پرون په 12م جنورۍ د سيند هايکورټ د محمد بن خالد د مور په خواست چې زوی يې بې درکه دی ، عدالت د سيند محکمه داخله، ډي جي رېنجرز، پوليس مشر [ايي جي پي]، د سي ټي ډي اېس اېس پي او نورو اړونده چارواکو ته نوټس ورکړی چې د کراچۍ د اېن اي ډي پوهنتون د اينجينيرنګ او ټېکنالوجۍ زده کوونکی مالوم کړي.

په ياد خواست کې هم ويل شوي چې سي ټي ډي په 17م دسمبر هغه د کوره نيولی ؤ.

سي ټي ډي پوليس دا تازه دعوه په داسې حال کې کړې چې دوه ورځې وړاندې په 11م جنورۍ د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي ؤ، داعش ته په پاکستان کې ځايي ملاتړ ترلاسه دی او دلته شتون لري خو زيات يې نه لري، د ځينو ډلو سره تړاؤ لري خو دا ډېره غټه مسله ده.

په دوهمه جنورۍ د بلوچستان په مچهـ سيمه کې د لس تنه هزاره خواريکښو د وژنې زمه واري داعش منلې وه.

وزیراعظم عمران خان بيا په نهمه جنورۍ کوټې ته تللی او د وژل شوؤ خواريکښو د کورنيو سره د ليدو په مهال يې ويلي ؤ، چې دا د 35 نه تر 40 پورې کسان دي چې ترهګري کوي وړاندې په لشکر جهنګوي کې ؤ او اوس په داعش کې دي شامل شوي دي.

پاکستان وخت په وخت دعوه کړې چې په ملک کې داعش په منظم ډول شتون نه لري، خو په کال 2015م کې هم راجه عمر خطاب ويلي ؤ په کراچۍ کې د ښځو يو منظم نېټ ورک د داعش دپاره کار کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG