لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندوانو د مندر سوځولو په پېښه کې په بې پروايۍ کولو 16 پوليس سرتيري د نوکرو لرې کړی شو


د خېبرپښتونخوا حکومت وايي، په کرک کې د هندوانو د مندر سوځېدو د پېښې د غفلت او بې پروايۍ په سر 16 پوليس سرتيري د نوکريو څخه لرې کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند کامران بنګش وايي، وزيراعلی خېبرپښتونخوا په سمدستي ډول د يادې پېښې نوټس اخستی د مندر جوړولو يې ويلي ؤ او بيا په پېښه کې د ککړو سوؤنو کسانو پرضد مقدمه درج شوې او 45 کسان پکې نيول شوي او پرضد يې کارروايي روانه ده.

نوموړی وايي په پېښه کې حکومت ته دا هم مالومه شوې وه چې پوليس غفلت او بې پروايي کړې وه ځکه نن د وزيراعلی محمود خان په وېنا پوليس مشر (ايي جي پي) ثناالله عباسي نزدې 16 پوليس د نوکرو څخه لرې کړه او د 50 نه د زياتو پوليس سرتيرو د يو کال دپاره ترقي يې ودروله.

په 30 دسمبر2020د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په ټيري سيمه کې د هندو مذهب لرونکو د عبادت ځای او د مذهبي پېشوا زيارت وروسته له هغه خلکو سوځولی چې ځایي ملایانو پارولي وو.

سپريم کورټ په ياده پېښه د خپله انده (از خود نوټس) اخستی او د پوليس نه يې په پېښه کې په بې پروايۍ پوښتنې هم کړې وې.

په پينځمه جنورۍ د پاکستان سترې محکمې امر کړی ؤ چې په کرک کې د سوځول شوي او ړنګ کړل شوي مندر د بیا جوړونې پيسې باید د هغه چا نه واخستل شي چې په دې پېښه کې لاس لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG