واشنګټن - د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي مشر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له ټرمپ ادارې څخه وغوښتل چې په یمن کې د هوثي یاغیانو د ډلې ترهګر نومولو پرېکړه دې بېرته واخلي.
دی وايي، د ټرمپ د ادارې له دغه کار سره به په جګړه ځپلي یمن کې په میلیونونو خلک له قحطۍ او ولږې سره مخ شي ځکه د خوړو لېږل به متاثره شي.
د ډبلیو اف پي مشر ډیوېډ بېسلې وویل، "مونږ د ترهګر ګرځولو پرته له کړاو سره مخ یو او له ترهګر ګرځول به ډیر ویجاړونکې وي."
بېسلې چې یو امریکايي دی او د ملګروملتونو دې څوکۍ ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا نومول شوی وو زیاتوي، "دا کار به په سلګونو زرو خلکو ته د مرګ د سزا په توګه وي کچېرې په یمن کې په میلیونونو بې ګناه خلکو ته نه وي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د اتوار یا یکشنبې ناوخته اعلان وکړ چې دی پلان لري په یمن کې ایران پلوي د هوثي یاغیانو ډله د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوموي چې دا وسیله ترهګرو شبکو ته د مالي مرستو د بندولو لپاره کارول کېږي.
پمپیو وویل، د هوثي یاغیانو ترهګر ګرځول به د جنورۍ په ۱۹ نېټه چې د ټرمپ د ادارې وروستۍ بشپړه ورځ ده ددې لپاره ترسره شي چې هوثي یاغیان د پولې څخه د پورې غاړو بریدونو لپاره مسول وګڼل شي او همدارنګه د یو سولیز، خپلواک او متحد یمن لپاره هلې ځلې ورسره وده وکړي او داسې یمن رامنځ ته شي چې هم د ایران له اغیزې څخه ازاد وي او هم له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي.
یمن د خپلو خوراکي توکو ۹۰ فیصده له تجارتي چاینلونو څخه واردوي.
بانکونه، سوداګر، لېږدونکي او نور چې د امریکا له مقرراتو څه وېرېږي نو له یمني واردونکو سره ښايي سودګري ودروي.
ملګري ملتونه وايي، مرستندویه ادارې د سوداګریز وارداتي سیستم ځای نشي نیولی په داسې حال کې چې نېږدې ۱۷ میلیونه یمنیان په خوراکي توکو باندې تکیه لري او له همدې امله که چېرې واردات ودرېږي، ګراني به راشي او په میلیونونو به له ولږې سره مخ شي.
بېسلې د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې غوندې ته د ویډیو لینک له لیارې وویل،"د ترهګر ګرځولو دغه کار باید یو ځل بیا و ارزول شي. دې ته باید بیا کتنه وشي او که ریښتیا وویل شي نو باید دا پرېکړه بېرته واخېستل شي."
د ملګروملتونو د بشري مرستو مشر مارک لوکاک وویل، په یمن کې تر ټولو بیړنی لومړیتوب اوس دا دی چې د سترې قحطۍ مخه ونیول شي.
هغه وویل، "هره پرېکړه چې اوس یې نړۍ کوي باید دا خبره ورسره په پام کې ونیسي."
د ډبلیو اف پي مشر بېسلې وویل، په یمن کې ۱۶ میلیونه کسان دا مهال د خوراکي توکو له بحران سره مخ دي، چې په دې کې ۵۰۰۰۰ داسې کسان دي چې لا له مخکې قحطۍ وهلي دي. پنځه میلیونه نور ورپسې یواځې یو قدم شاته دي.
هغه وویل، چې اداره یې هڅه کوي له مالي پلوه ژوندۍ پاتې شي او له همدې امله نورې مرستې یا رشنونه هم باید ودروي.
هغه دا هم وویل، له هغو ۱۳ میلیونو څخه چې ډبلیو اف پي ورته خواړه ورکوي، نهو میلیونو ته یې د پیسو د کموالي له امله راشنونه نیمايي شوي دي او د فیبرورۍ په لومړۍ نیټه د نورو پیسو له نه شتون به د هغوی راشنونه ۲۵ فیصده نور هم کم شي.
هغه خبرداری ورکړ چې، "تاسو څه فکر کوئ چې له هغو پنځو میلیونو کسانو سره به څه وشي چې دا مهال په بیړنۍ کټګورۍ کې دي؟ دوی به قحطۍ خواته ولاړ شي."
که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو ژمنه کړې چې بشري څانګې به له دې نویو بندیزونو څخه مستثنی وي خو مرستندویه ادارې وايي، دوی ددې تفصیل په تمه دي چې دا به څنګه کار کوي په داسې حال کې چې د هوثي یاغیانو د ترهګر ګرځولو لپاره یواځې څو ورځې پاتې دي.
خو په ملګروملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال ریچارډ مېلز وویل، "مونږ باور لرو چې دا ګام سم ګام دی چې دا سېګنال ورکړي چې که مونږ سیاسي بهیر غواړو نو پر مخ ولاړ شو."
د امنیت شورا غړو اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکا له دې پرېکړې سره به بشري مرستو او سیاسي هلو ځلو دواړو باندې اغېز وکړي او ګڼو له واشنګټن څخه غوښتي دي چې د داسې پایلو غم وخوري.
په یمن کې د سعودي پلوي حکومت او ایراني پلوو هوثي یاغیانو ترمنځ د څه باندې پنځو کلونو جګړې له امله د منځني ختیځ دا غریب هېواد له سختې غریبۍ او ستونزو سره مخ کړی دی.