لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: چين د پاکستان په پي ايي ای د درېو اوونيو دپاره بندېز لګولی


د پاکستان قامي هوايي شرکت [پي ايي ای] تاييدوي چې بيجنګ ته د اسلام اباد څخه په تلونکې الوتکه د درې اوونيو دپاره بندېز لګول شوی دی.

د پي ايي ای ویاند عبدالله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، چين يو د هغو هېوادونو څخه دی چې د بهر نه ورته څوک هم ورځي دوی يې په خپله د کرونا معاينه/ټېسټ کوي، بيا د دلته نه چې څوک ځي د هغو سره په خپله د کړو معاينو رپورټونه وي، دوی چې هلته لاړ شي نو هغوی یې بيا معاينې کوي.

د نوموړي په وېنا د چين پاليسي دا ده که په يوه الوتکه کې پينځه کسان داسې مالوم شو چې کرونا ورته ورپورې ده نو په دغه الوتکه د يوې اوونۍ دپاره بندېز لګوي او که په لسو تنو کې کرونا مالومه شوه نو د درې اوونيو پورې بندېز به پرې لګوي او که د لسو نه سېوا وو نو د څلورو اوونيو پورې بندېز پرې لګوي.

هغه وويل دوه ورځې وړاندې چې د پاکستان نه کومه الوتکه بيجنګ ته تللې په هغې کې په لسو کسانو کې کرونا مالومه شوې وه ځکه يې پرې بندېز لګولی دی.

هغه زياته کړه په دغه ورځ چې په پي ايي ای بندېز لګول شوی په ترکش اييرلاین او په مصر هم دغه ډول بندېز لګول شوی او دا د معمول خبره ده.

عبدالله وويل په اوونۍ کې د اسلام اباد څخه يوه الوتکه بيجنګ ته ځي.

چين د پاکستان په پي ایي ای بندېز په داسې وخت کې لګولی چې په پاکستان کې په تير شوا روز کې نور 45 کسان د کرونا څخه مړه شوي او په نورو 2417 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا څخه ټول 10863 کسان مړه شوي دي.

کرونا وايرس د کال 2019م په وروستيو کې د چين په وهان ښار کې مالوم شوي وو.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په چین کې د کرونا وايرس 97زره448 کسان اغېزمن کړي او په دغه هېواد کې يې 4796 کسان مړه کړي دي.

تير کال د ستمبر په مياشت کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ملګرو ملتونو غږ کړی ؤ چې چين د کرونا وايرس په اړه نړۍ په تياره کې ساتلې ځکه د دغه وبا په اړه دې د چين سره حساب وشي.

صدر ټرمپ د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته د ويډيوي لارې په وېنا کې ويلي ؤ چې چين د وبا خورېدو وروسته په ملک کې دننه الوتکې ودرولې وې خو نړيوال پروازونه يې روان ؤ او نړۍ يې اغېزمنه کړې ده.

هغه ويلي ؤ چين او د صحت نړيوالې ادارې غلط بياني کړې او په سر کې یې ويلي ؤ چې دا وايرس د انسان نه انسان ته نه منتقل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG