لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د سمندر په لانجمنه جنوبي څنډه کې د خپلو سمندري ځواکونو اډه پراخوي


واشنګټن ــــ د چین پوځ د خپل سمندر پر جنوبي څنډه د خپلو سمندري ځواکونو اډه پراخه کړې ده چې دا به په هغه سمندري لاره کې د دې هېواد بېړیو ته نور قوت ورکړي چې له نورو پینځو هېوادونو سره یې پرې لانجه ده.

د امنیتي چارو څېړونکي وایي واشنګټن د چین دغه پرمختګ له نیژدې څاري.

د پوځي معلوماتو خپروونکې ادارې ګلوبل سیکیورټي پر خپله ویبپاڼه لیکلي، په تېر تقریباً څه دپاسه یو کال کې د چین سمندري پوځ په هاینان ټاپو کې د یولین سمندري اډه پراخه کړې، چې وایي مخکې یواځې روایتي آبدوزونه پرې درېدای شوای خو اوس چې د خلیج په بڼه شوې ایټمي آبدوزونه به هم پرې درول کېږي.

ګلوبل سیکیورټي پخپل رپوټ کې وایي، د دغو آبدوزونو لپاره لګول شوې پایې- چې هره یوه یې 229 میټره اوږدوالی لري- کولای شي په یوه وخت 16 آبدوزونه ځای کړي.

دغه ویبپاڼه او څېړونکي وایي کېدای شي د جهاز وړونکي او د مځکې د لرېوالي معلوموونکي اوزار هم د یولین په نوم په دې سمندري اډه کې وساتل شي.

د تایوان په تامکانګ پوهنتون کې د سټرېټیجیکو مطالعاتو استاد پروفیسر الیکزانډر هوانګ وایي "دا د راتلونکي وخت تعمیرات ښکاري، دا وخت اخلي، داسې ښکاري چې دوی ټول وسایل او سامان آلات لري، ټول تعمیر یې تیار دی او لا هم روان دی".

څېړونکي وایي د سمندري اډې پراختیا به د سمندر په هغه جنوبي څنډه کې د چین رسایي لا زیاته کړي، چې ساحلي عسکر او سمندري ځواک یې مخکې لا د هغې سمندري لارې خواته حرکت پیل کړی چې نور هېوادونه پرې دعوه لري.

د څېړونکو په وینا دا سمندري اډه بېړۍ په پېراسل او سپراټلي ټاپوګانو کې د چین تر ولکه لاندې وړو جزیرو کې ساتي، چې وایي هلته سمندري ځواک خپل مشقونه کولای شي او د نورو هېوادونو حرکات څارلای شي.

په واشنګټن کې د سټرېټیجیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د اېشیا د سمندري شفافیت انسټیوټیټ مشر ګریګوري پالنګ وایي، په جنوبي سمندر کې د ناخوندیتوب او له دې کبله چې دا سمندري اډه د چین له مرکزه لرې ده، د چین پوځ نه شي کولای هلته خپلې بېړۍ په دایمي توګه ودروي.

پراخه سمندري شخړه:

بېجنګ دعوه لري چې د تاریخي اسنادو په بنیاد د جنوبي چین سمندر د 3.5 میلینه مربع کیلیومیټره شاوخوا 90 فیصده برخه د دوی ده، خو برونایي، ملایشیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام یې دا دعوه بې ځایه ګڼي.

که څه هم واشنګټن پر دې سمندر څه دعوه نه لري، خو پر جنوب ختیځه اېشیا نظر ساتي او له تایوان سره مرسته کوي چې د اېشیا په شاوخوا کې د چینایي پوځ د پراختیا هڅې وڅاري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG