لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه وايي، په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، پاکستان به د روانو بېن الافغاني خبرو ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې په افغانستان کې د امن مطلب په پاکستان کې امن دی.

جنرل باجوه د بېن الافغاني خبرو د ملاتړ او په افغانستان کې د امن خبره پرون د جمعې په ورځ د پېښور په سفر کې کړې ده.

د پاکستان لخوا په وروستيو کې بیا بيا د افغانستان د سولې په تړاؤ د بېن الافغاني خبرو د ملاتړ څرګندونو ته څيړونکي وايي پاکستاني حکومتي او پوځي مشرتابه دغه خبره خو کوي خو دا به هغه وخت ثابته شي چې په عمل کې راشي.

په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وايي، په دې کې هيڅ شک نشته چې پاکستان د افغانستان د سولې د خبرو په روانولو کې رول لوبولی او طالبان يې د خبرو مېز ته راوستي دي خو د افغانستان په اړه د پاکستان په پخوانۍ پاليسۍ کې ډېر بدلون نه ليدل کيږي.

وی او ای ډيوه سره په خبرو کې ډاکټر شکور وويل، څو پورې چې په پاکستان کې جمهوري نظام نه وي پياوړی شوی او ټول واک په ځانګړي ډول د بهرنۍ پاليسۍ جوړول د جمهوري حکومتونو لاسو ته نه وي راغلی تر هغې د افغانستان دپاره د پاکستان په پخوانۍ پاليسۍ کې بدلون ګران ښکاري.

هغه زیاته کړه داسې ښکاري چې پاکستان د نړیوال فشار له امله د طالبانو د خبرو مېز ته راوستو په لړ کې رول لوبولی او د افغانستان سره پاکستاني مشرتابه ليدنې هم کړي خو دا به وخت مالومه کړي چې پاکستان څومره دعوې کوي هغه په عمل کې څومره راولي، ځکه چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې تل د بې باورۍ او ژمنو په عملي کولو پوښتنې راولاړې شوي دي.

د تير دسمبر په نیمايۍ کې د طالبانو يو پلاوي د ملا برادر په مشرۍ د پاکستان سفر کړی ؤ، د ياد سفر په مهال يوه ویډيوه خپره شوې چې پکې ملا برادر یو شمېر خلکو ته وینا کوي او په یوه برخه کې یې وایي چې دوی د قطر خبرې هلته یعنې په پاکستان کې د خپلو مېشتو مشرانو په سلا مشوره کوي.

د پاکستان حکومت او د طالبانو سیاسي دفتر د دغه ویډیو په اړه په رسمي توګه څه نه ؤ‌ ویلي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او جنګیالیو په شته والي‌ اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې ؤ چې دا د سولې خبرو ته ستونځې جوړولای شي.

افغان حکومت ویلي ؤ د پاکستان په خاوره د طالب جنګیالیو او د هغوی د مشرانو ښکاره موجودګي په څرګنده توګه د افغانستان د خپلواکۍ خلاف عمل دی.

څيړونکی او جرنلېسټ حق نواز وايي، د افغانستان امن نه يواځې د پاکستان بلکې د سيمې او نړۍ په ګټه دی او دا خبره هم ښکاره ده چې په افغانستان کې د بدامنۍ نېغ اثرات په پاکستان هم شوي دي خو دا هم پټه خبره نه ده چې هغه خلک چې په افغانستان کې جنګيږي په څه نه څه شکل کې په پاکستان کې شتون لري.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د پاکستان لخوا بيا بيا د افغانستان د سولې د خبرو د ملاتړ د څرګندونې تکرارول او داسې ويل چې ګنې په وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړیکې هم ښې شوي وخت به يې مالومه کړي ځکه چې وړاندې هم پاکستان ځينې ژمنې کړي او افغانستان پرې بيا ټکونه کړي چې پاکستان باید خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

حقنواز زياتوي د افغانستان د سولې د خبرو د ملاتړ او هلته د امن د ژمنو کولو د وعدو نتيجې به د بېن الافغاني خبرو په ترڅ کې مخې ته راشي.

د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې چې د پخوا راهسې د بې باورۍ خبرې کيږي د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپله د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې دوه ورځني کانفرنس ته په وېنا کې ویلي ؤ، په تېرو وختونو کې د "پاکستان او افغانستان ترمنځه اختلافات او شکونه پېدا شوي او په ځينو پخوانيو څيزونو کې اوس هم ښکېل يُو، او اوس وخت راغلی چې د تېر وخت نه زده کړه وکړو خپلې غلطۍ وګورو".

هغه ويلي ؤ په افغانستان کې د سولې دپاره تر ټولو زياتې هڅې پاکستان کوي ځکه چې د پاکستان راتلونکی د افغانستان سره تړلی دی.

عمران خان ويلي ؤ "زه باور درکوم او زما حکومت چې د کله نه راغلی ټوله توجه مو په دې کړې چې اول مو طالبان د امریکايانو سره خبرو ته راوستي او د هغې نه وروسته اوس د افغان حکومت سره، او نن هم زمونږ پوره هڅه ده چې دا تشدد کم وي او د دغه کار دپاره د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات پوره هڅه کوي چې اوربند وشي او امن راشي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG