لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف: د بهرنیو پیسو په اړه عمران خان مجرم دی خو جرم پر ایجنټانو ور اچوي


واشنګټن ــــ د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف په اېلېکشن کمېشن تور لګولی د کرپشن په يو ښکاره جرم کې د وزيراعظم عمران خان په ضد ګامونه نه اخلي، نوموړي ګواښ کړی د مخالفه ګوندونو ډله پي ډي ايم به د جنورۍ په 19مه د الیکشن کمېشن مخې ته مظاهره کوي او د انصاف غوښتنه به کوي.

نواز شريف د شنبې- خالي په ورځ په يوه ويډيو کې په وزيراعظم عمران خان تور لګولی چې د بهرني فنډونو په مقدمه کې مجرم دی او اېلکشن کمېشن يې په ضد کاروايي ‌نه کوي،‌ نوموړي ويلي د عمران خان په امر رجسټر شوي دوه امريکايي کمپنۍ په درغلۍ کې ککړي دي:

"الیکشن کمیشن ولې څه ګام نه اخلي چې ښکاره ثبوت هم شته، ولس به د الیکشن کمېشن د دې غفلت په ضد احتجاج کوي چې خپلې آیینې ذمه وارۍ نه تر سره کوي".

نواز شريف په عمران خان دغه تورونه په د اسې حال کې لګولي چې د تحريک انصاف ګوند الېکشن کمېشن ته څو ورځې وړاندې خپل ځواب ويلی او پکې يې د دغو کمپنيو مشران د غبن ذمه وار بللي.

په تحريک انصاف ګوند د بهرنيو پيسو د غبن دغه مقدمه په 2014م کال کې د دې ګوند يو مشر اکبر بابر درج کړې وه چې پکې یې پر تحریک انصاف د سنګینو مالي درغلیو تورونه لګولي وو.

اکبر بابر تور لګولی وو چې تحریک انصاف ګوند ته له غیرقانوني سرچینو پیسې راځي، په هېواد کې دننه او بهر بېنکي اکاونټونه پټوي، غیرقانوني پیسې منتقلوي او د غیرقانوني مرستو د را ټولولو لپاره د پي ټي ای د ملازمینو د شخصي بېنکونو اکاونټونه استعمالوي.

خو د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز وایي، تحریک انصاف یواځینی ګوند دی چې خپل فنډ په شفافیت سره استعمالوي او وایي کوم فنډ چې یې تر لاسه کړی د هغه په اړه الیکشن کمېشن ته تفصیل ورکړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG