لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لوبغاړی قیس احمد ولې ډاډه ؤ چې دپاکستان سپرلیګ سیالیو کې به لوبیږي؟


افغان کرکټ ملي لوبغاړی قیس احمد وایي ډاډه ؤ چې د پاکستان سوپر لیګ لپاره به انتخابیږي.

د افغانستان ملي لوبډلې سلو توپ اچونکی یا اسپنر قیس احمد وایي خوښ دی چې د پاکستان سوپر لیګ لپاره انتخاب شوی دی.

په دې وروستیو کې قیس احمد د څلورو نورو افغان لوبغاړو تر څنګ د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره اخیستل شوی دی .

قیس احمد وایي د کرکټ نړیوالو لیګونو کې د غوره کارکردګۍ چې ده پکې اجرا کړې وه ډاډه ؤ چې د پي اېس اېل لپاره به انتخابیږي.

نووموړي ډیوه ته ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا فکر مو کاوه د PSL لپاره به واخیستل شئ وویل" ولې نه زما خو دا فکر له مخکې نه ؤ چې زه به دې لیګ کې اخیستل کیږم ځکه چې زمونږه مخکې کارکرد ي ښه وه، او په ځان مو باور ؤ چې په دې لیګ کې به واخیستل شو"

هغه وایي"ټول افغان لوبغاړي په لیګ کې چې لوبیدلي دي هلته یې نتیجه ښه وي او په همدې اساس مو باور درلودو چې په دې لیګ کې به واخیستل شو"

قیس احمد دا هم وایي چې د کرکټ په نړیوالو لیګونو کې د نړۍ تجربه کاره روزنکي او لوبغاړي له دوئ سره خپلې تجربې شریکوي او دوئ باندې زیات باور هم کوي

قیس احمد وایي په دې لیګونو کې مو ډیر څه زده کړي دي " نړیوالو لیګونو کې روزنکي او لوبغاړي ټول زموږ سره خپلې مشورې او تجربې شریکوي او موږ ته ډیر څه را زده کوي او په موږ باندې ډیر باور هم کوي او راته وایي چې تاسو هر څه کولای شئ یعنې بالنګ او بېټ برخه کې، نو موږ ډیر زیات تشویق کوي او موږ ته وایي چې تاسو محنتي خلک یئ"

قیس احمد زیاتوي د بهرنیو لیګونو ټولې هغه تجربې د افغانستان ځوانو لوبغاړو سره شریکوي چې دوئ په نړیوالو لیګونو کې تر لاسه کړي دي،

نوموړی د ځوانو لوبغاړو او د افغانستان د کرکټ راتلونکی روښانه ویني.

دپاکستان کرکټ سوپر ليګ يا پي اېس اېل سږنيو سياليو کې پنځه افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمان ،قيس احمد او نور احمد اخيستل شوي دي.

له دې وړاندې هم ځينې افغان لوبغاړي پاکستان سوپر ليګ کې لوبېدلي وو خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي اړيکو ذخرابوالي له امله دغه لړۍ وشلېده او تېرو کلونو کې په دې ليګ کې کوم افغان لوبغاړي نوم لیکنه ونه کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا دا ځل به د ملي لوبډلې لوبغاړي د دوئ په اجازه د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې لوبېږي او کنه؟

خو قیس احمد وایي د افغانستان د کرکټ بورډ څخه مننه چې دوئ ته پاکستان سوپر لیګ کې د لوبیدو اجازه ورکوي.

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ چې په ۲۰۱۶ کال کې پيل شوې وې د امنيتي ستونزو له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدې خو د تېر کال ټولې لوبې په پاکستان کې دننه تر سره شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG