لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د بېلسټک ميزايل کاميابه تجربه يې کړې


پاکستان وايي د شورو/ چهارشنبې په ورځ 20م جنورۍ يې په بحېره عرب کې د منځنۍ درجې د شاهين تهري ميزايل کاميابه تجربه کړې کوم ميزايل چې د ځمکې نه په ځمکه د 2750 کلوميټره پورې روايتي او کيميايي وسلې وړلو توان لري.

څيړونکي وايي دغه ميزايل صلاحيت لري چې په ګاونډي هند او منځني ختيځ کې هر ځای په هدف کولی شي.

د پاکستان پوځ ويلي، د ميزايل د تجربې ننداره لوړ پوړو پوځي مشرانو او د سټراټيجيک پلانز ډوېژن مشر کتلې خو په دغه اړه نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.

پاکستاني چارواکو ويلي، دغه تجربه د اسلام اباد د هغه پاليسۍ برخه ده چې په سيمه کې د هند په وړاندې خپله دفاع وکړي.

پاکستان او هند چې دواړه ايټمي قوتونه دي په 1947 کال کې د ازادېدو وروسته يې درې جګړې کړي دي او په وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمير په مسله دوه اړخيزه اړيکې د تاو تريخوالي ښکار دي ورسره هند او پاکستان هر وخت يو بل ته ګواښونه هم کوي.

پاکستان د ميزايل دا تجربه په داسې وخت کې کړې چې له دغې څو ساعته وروسته د امریکا نوي صدر جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ سوګند پورته کړی دی.

څيړونکي وايي ښايي دغه ګام اسلام اباد د دې دپاره پورته کړی چې د دې لارې د امریکا د راتلونکې انتظاميې پام د سويلي اسيا تاؤ تريخوالي پله راواړوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي ؤ، چې پاکستان په سيمه کې سوله او اقتصادي پرمختيا غواړي.

قرېشي د پاکستان او امریکا د اړيکو په موضوع راجوړ ورچول سيمينار ته په وېنا کې ويلي، پاکستان د هند سره ښې اړیکې غواړي خو د بده مرغه د هند اوسنی مشرتابه په سيمه کې حالات خرابوي.

هغه ويلي، امریکا ته ويل غواړي چې پاکستان امن غواړي او د خبرو څخه نه تښتي خو هند چې کوم حالات جوړ کړي هغه د خبرو دپاره سم نه دي.

نوی ډهلی په اسلام اباد تور لګوي چې د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د وسله والو تندلارو ډلو د لارې په هند کې د ترهګرۍ د بريدونو پلان جوړوي.

پاکستان د هند دغه تورونه ردوي او وايي چې هند په کشمير کې د خپلو ځواکونو په لاس د ظلمونو څخه د نړۍ پام اړول غواړي.

رپورټ: اياز ګل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG