لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش د عراق په پلازمېنه کې د ځان مرګي برید پړه ومنله


واشنګټن – داعش د هغو دوو ځان وژونکو بریدونو پړه ومنله چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یې د عراق په پلازمېنه کې په مارکېټ برید وکړ، لږ تر لږه ۳۲ کسان یې ووژل او ۱۱۰ نور یې ژوبل کړل.‌

دغه بریدونه د بغداد په مرکز کې په باب الشرقي سوداګریزې سیمه کې وشول په کوم ځای کې چې د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې هم ورته برید شوی وو او ۲۷ تنه پکې وژل شوي وو.‌

سو سیمیز دوکاندار رویټرز ته وویل، "یو برید کونکی راغی، پر مځکه پریوته او شکایت یې کاوه چې "زما خېټه درد کوي او بیا یې په لاس کې نیولې بټنې ته زور ورکړ او سمدستي وچاوېده او خلک ټوټې ټوټې شول."

د عراق په پلازمېنه کې یو وخت دغه ډول بریدونه نېږدې هره ورځ کېدل خو په ۲۰۱۷ کال کې د داعش له ماتې وروسته ډېر کم شوي وو.‌

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي له بریدونو وروسته له خپلو جګ پوړو قومندانانو سره ولیدل او ولسمشر برهام صالح د برید د غندلو ترڅنګ ویلي دي، چې عراق د هغو هڅو پرخلاف درېږي چې غواړي دغه هېواد بې ثباته کړي.

په عراق کې د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف ویاند ویېنې مېروټو په یو ټویټ کې ویلي، "دا یوه بله بېلګه ده چې ترهګر غواړي ملګري عراقیان ووژني او ژوبل کړي څوک چې سوله غواړي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG