لاس رسیدونکی لینک

 
په هند کې د کرونا ضد ويکسين جوړونکې کمپنۍ کې اور لګېدلی، پينځه مړه
تازه خبر

په هند کې د کرونا ضد ويکسين جوړونکې کمپنۍ کې اور لګېدلی، پينځه مړه


په هند کې د نړۍ تر ټولو غټه کمپنۍ چې ويکسين جوړوي د زیارت په ورځ پکې اور لګېدلی خو چارواکو يې ویلي د کرونا ويکسين چې په کومه برخه کې جوړيږي هغه ځای نه دی اغېزمن شوی.

د هندي رسنيو ترمخه په پېښه کې پينځه تنه مړه شوي هم دي.

راپورونه وايي د هند په لويديځ ښار پونې کې اور د سيرم انسټيټيوټ اف انډيا په ودانۍ کې لګېدلی دی.

د اور مړؤنکې ادارې چارواکو ويلي په سمدستي ډول د اور لګېدو علت نه دی مالوم شوی خو ويلي يې دي اور په هغه ځای لګېدلی چرته چې د کرونا ضد ويکسينو دپاره د ودانې په رغولو کار روان وو.

د کمپنۍ مشر اېډر پونوالا نړيوالې ورورولۍ ته د باور ورکولو هڅه کړې چې اور د کمپنۍ هغه برخه نه ده اغېزمنه کړې چرته چې د کرونا ضد ويکسين جوړيږي.

هغه په ټويټر ویلي، حکومتونو او خلکو ته باور ورکوي چې کوېشيلډ ويسکين جوړېدونکي ځای ته هيڅ تاوان نه دی اوښتی.

راپورونه وايي د یادې کمپنۍ سره د استرازېنېکا او اکسفورډ پوهنتون نه منظور شوو ويکسينو د اربونو په شمېره کې جوړولو لوظنامې شوي.

د کمپنۍ مشر په دسمبر کې ای پي خبري ادارې ته ویلي ؤ هيله لري چې د روان کال اخرې پورې به د ويکسينو جوړولو شمېرې د يو اعشاريه پينځه نه تر دوه اعشاريه پينځه اربه ته ورسوي.

راپورونه وايي شته منو هېوادونو د 12 اربو ويکسينو 75 فيصده اخستي او د هند د يادې کمپنۍ د جوړو ويکسينو په اړه ويل کيږي د ترقۍ په لور ګامزنو هېوادونو کې به کارول کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG