لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي او اتمر په افغان سوله او نورو موضوعاتو غږېدلي


د پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ټيليفون د لارې د افغانستان د سولې د خبرو ترڅنګ په نورو موضاتو خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، شاه محمود قرېشي د خپل افغان سيال سره په خبرو کې ويلي، پاکستان د خوشاله، باثباته او سوله ييز افغانستان ملاتړ کوي او زياته کړې يې ده چې بېن الافغاني خبرې د افغان مشرتابه دپاره يوه تاريخي موقع ده چې د لارې يې په افغانستان کې سياسي جوړ جاړی وشي.

قرېشي په افغانستان کې د تشدد په سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې خو ويلي يې دي بېن الافغاني خبرې به تشدد کمولو او اوربند ته لاره جوړه کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د دغو خبرو په اړه ویلي، په يادو دوه اړخيزه خبرو کې د افغانستان د سولې د خبرو په تازه احوال او نورو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، قرېشي د اتمر سره په افغانستان کې د پاکستاني بنديوانو په موضوع هم غږېدلی او هيله یې څرګنده کړې چې د افغان ولسمشر په ځانګړي امر به دوی خوشي او د خپلو کورنیو سره يو ځای شي.

قرېشي بيا دغه خبره تکرار کړې چې بېن الافغاني به د افغانستان سولې ته لاره هواره کړي او پاکستان تل دغه خبره کړې چې د افغانستان د شخړې د هواري لاره پوځي نه بلکې سياسي ده. او پاکستان تل د افغانستان د سولې په تړاو مثبت رول لوبولی او افغانستان سره یې اړیکې پياوړې کړي دي.

په يادو خبرو کې د دوه اړخيزه تجارت پياوړي کولو هم ویل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزيرانو دغه ټیليفوني خبرې په داسې حال کې کړي د امریکا د ملي امنيت سلاکار جېک سولوين د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت د شورا د سلاکار حمدالله محب سره په ټيليفون خبرې کړي او ژمنه يې کړې په سيمه کې به د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

د سپينې ماڼې په بيان کې سولين په ښکاره ويلي چې امریکا اراده لري چې د فرورۍ 2020 د امریکا او طالبانو توافقنامې ته بيا کتنه وکړي او ارزونه به کوي چې طالبانو د نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو ژمنه پورې کړې؟، په افغانستان کې يې تشدد کم کړی او د افغان حکومت او نورو شريکانو سره يې معني خېزې خبرې روانې کړي دي که نه دي.

د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند محمدنعيم ويلي طالبان هم ټينګار کوي چې واشنګټن دې دغه تړون چې څنګه شوی ؤ پوره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG