لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"څو کاله مخکې دې موټر سائیکل نه لرلو،نن دې دوبۍ کې پلازه له کومې کړه؟"


پاکستان کې داپوزیشن ګوندونو لخوا په یو اړخیز احتساب دتورنې ادارې نیب مشر ښاغلی جاوید اقبال وایي دحساب کتاب دې ملي ادارې داسې خلکو نه هم دهغوئ دغبن اؤ ناجائزه پیسو په هکله پوښتنې کړي چې هغوئ ته تر دې وړاندې چا پورته هم نه شول کتلی.

اسلام اباد کې تجارانو ته پخپله وینا کې د احتساب د ادارې مشر دا تورونه رد کړي چې ګنې نیب یو اړخیز یا انتقامي احتساب کوي اؤ ویلي یې دي” پرمونږ خو بل هر تور ولګول شو اوس یوازې دا تور پاتې دی چې ګنې کرونا(وایرس) هم نیب خور کړی دی”

هغه وویل د غبن په ضد خو به چاته ګام اخستل وؤ اؤ دا ګام نیب اخستی دی

د پخواني جج جاوید اقبال په وینا “هغه خلک چې د رابللو سوچ قدرې یې نه شو کیدای، نیب راوبلل اؤ پوښتنه یې ترې وکړه چې تاسره خو څو کاله مخکې موټر سائیکل هم نه ؤ نن دې په دوبۍ کې پلازه له کومې کړه؟ خو هغوئ سره ددې پوښتنې هیڅ جواب نه ؤ”

دنیب دچئیرمین لخوا دطاقتورو شخصیاتو په ضد پرته له ویرې د ګامونو اخستل کیدو دا دعوه په داسې مهال مخې ته راغلې ده چې پاکستان کې حکومت مخالف سیاسي ګوندونه اؤ‌څېړونکي وایي نیب یوازې هاغه چاته لاس اچوي چې حکومت یا پوځ یې ور په ګوته کوي.

تير کال د پاکستان وتلي خبريال احمد نوراني دپوځ دپخواني جنرال او دسي پيک اتهارټۍ دمشر عاصم سليم باجوه دکورنۍ بهرنيو هيوادونو کې د اربونو روپو دپټو اثاثو لرلو خبر ورکړی ؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې هغه عدالت کې دخپل رپورټ‌ ریښتیا ثابتولو دپاره کوټلي شواهد هم په لاس کې لري خو څېړونکي وایي چې نیب تر اوسه جرائت ونکړل شو چې ددغه پخواني جرنیل نه پوښتنه وکړي چې کورنۍ یې دا پیسې له کومې کړې ؟

خو بل لوري په احتساب عدالتونو کې دحکومت مخالفو ګوندونو په مهمو مشرانو دا مهال دنیب لخوا مقدمې روانې دي اؤ دپخواني وزیر اعظم میا نوازشریف په ګډون ګڼ شمیر سیاسي مشرانو ته احتساب عدالتونو دبند سزاګانې هم اورولې دي.

دنیب چئیرمین وویل” دا مهال عدالتونو کې زمونږ ۱۲۳۵ مقدمې روانې دي اؤ دکنګ میکر په نوم چې کوم خلک یادیږي دهغوئ نه مو اربونه ډالر دپلي پارګین یا سازباز دلارې اخستې دي”

هغه وویل هیچانه شخصي انتقام نه اخلي اؤ نه سیاسي انجئنیر دی خو د هیواد د ښېګړې دپاره هر هغه چانه پوښتنه کوي چې په ناجائزه توګه یې پیسه جوړه کړې ده.

خو دمسلم لیګ اؤ پیپلز ګوند مشران وايي چې دیو شمېر حکومتی وزیرانو پرضد هم د احتساب مقدمې جوړې دي لکه مالم جبه سکینډل، بلین ټری سونامی، د پیښور بی آر ټی منصوبه کښې کرپشن او د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار باندی د شرابو د غیر قانوني لائسنس ورکولو مقدمه.

خو د حزب اختلاف په وینا د حکومتي مشرانو پرضد د احتساب اداره اقدامات نه کوي چې احتساب اداره آزاده نه بلکې د حکومت په وینا ېوازې د سیاسي مخالفینو په پرضد کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG