لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنېټ: مخالفه ګوندونو د حکومت هغه قانوني مسوده رد کړې چې پېمرا ته نور واک ورکوي


د پاکستان برني اېوان سېنېټ د تحریک انصاف د حکومت لخوا وړاندې کړی شوې هغه قانوني مسوده رد کړې چې پکې پېمرا (په ملک کې د اليکټرانک ميډیا د انتظام ادارې) ته د نور واک ورکولو ويل شوي وو.

دغه قانوني مسوده چې د تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي سېنېټر فېصل جاوېد وړاندې کړې چې پکې پېمرا ته د دې واک ورکولو ويل شوي چې پېمرا به کولی شي چې خبري اداري به دې ته تړلې وي چې د کارکوونکو په اړه یې پېمرا د ادارې څخه پوښتنه کولی شي هغه که د تنخا په اړه وي يا بله کومه خبره وي.

مخالفه ګوندونو دغه قانوني مسوده رد کړې ده او ويلي يې دي حکومت غواړي چې د دغه لارې پېمرا نوره پیاوړې کړي او مخالفه ګوندونو تور لګولی چې د دغه لارې به بيا حکومت نېغ په مطبوعاتي ادارو کې دننه کار لرلی شي، او په ادارو به خپلې خبرې مني.

په پېښور کې مېشته خبریاله انيله شاهين وايي هغه د ادارې څخه ويستل شوې او د هغې سره په خبري ادارو کې کار کوونکي په لسګونو کسان د نوکريو نه نه لرې کړی شوي خو وايي پېمرا وړاندې کوم تپوس کړی چې اوس به نوی کوم کار هم وکړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، هغه ګڼي څنګه چې مخالفه ګوندونو په دغه قانوني مسوده پوښتنې را ولاړې کړي هغه هم مني چې پېمرا به د دې لارې په ادارو کې دننه ننوځي او کولی به شي چې د ادارو په منځنيو ماملاتو کې به ګوتې وهي.

هغې وویل پېمرا د وړاندې نه د حکومت په لاس کې کاريږي او اوس ترې لکه د پاکستان د سرکاري ميډيا کار اخستل غواړي.

د پيپلز ګوند سېنېټرې شېري رحمان ویلي، دغه قانوني مسوده د ازادۍ د اظهار د نور غلي کولو سازش دی.

هغې ویلي دوی مني چې د پاکستان په خبري ادارو کې مشکلات دي ادارې کار کوونکو ته تنخاګانې نه ورکوي، دوی هم د جرنلېسټانو د حقونو ملاتړ کوي خو زیاته کړې يې ده په تيرو وختونو کې چې پېمرا ته څومره واک ورکړی شوی سم نه دی کارول شوی.

جرنلېسټان وايي د پېمرا سره د مطبوعاتو او جرنلېسټانو په اړه قوانين موجود دي پکار ده چې دغه موجوده قوانين د جرنلېسټانو د حقونو دپاره وکارول شي.

خو سېنېټر فېصل جاوېد ويلي، د پېمرا پياوړې کولو مطلب دا نه دی چې د مطبوعاتو ازادي اغېزمنه کړي.

د مطبوعاتو او جرنلېسټانو دپاره کار کوونکې ځايي او نړيوالې ادارې د وړاندې نه په پاکستان کې د مطبوعاتو او جرنلېسټانو د ازادۍ په اړه پوښتنې را ولاړوي چې دلته مطبوعات او جرنلېسټان د سخت فشار سره مخ دي او د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې دا فشار نور سېوا شوی دی.

خو د تحریک انصاف حکومت وايي په ملک کې د نورو هرو وختونو څخه مطبوعاتي ادارې ډېرې ازادې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG