لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمرشېخ منلې چې د ډېنيل پرل په وژنه کې يې يو څه رول ؤ، وکیل


د امریکايي وژل شوي جرنلېسټ ډېنيل پرل د کورنۍ وکیل ويلي، د پرل په تښتونه او وژنه تورن عمر سعید شېخ منلې چې په دغه وژنه کې يې يو څه رول ؤ. عمرشېخ ته په دغه قضيه کې د مرګ سزا اورول شوې او عدالت بيا په اووه کاله بند بدله کړې وه.

د سيند هايکورټ د عمرشېخ د خوشي کولو امر کړی خو د سيند حکومت او د ډېنيل پرل کورنۍ د سيند هايکورټ فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې ده.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ویلي، د پرل د کورنۍ وکيل فېصل صديقي د شورو/چارشنبې په ورځ 27 جنورۍ ويلي، چې عمرشېخ په کال 2019م کې په لاس ليکلي خط کې د ډېنيل پرل په وژنه کې يو څه يا محدوده لاس لرل منلي دي. خو د شوور د ورځې پورې د شېخ وکیل د دغه خط تاييد نه دی کړی.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي ايشيا بېورو چيف ؤ په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی ؤ چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی ؤ.

د ډېنيل پرل د وژنې په تور احمد سعيد عمرشېخ او هغه سره درې کسان نيول شوي او د تيرکال اپرېل د میاشتې په دوهمه نېټه سيند هايکورټ فېصله اورولې او د ډېنيل پرل د تښتولو او وژلو مرکزي تورن بنديوان عمرشېخ د مرګ سزا يې په اووه کاله بند بدله کړې او نورو درېو کسانو فهدنسيم، سلمان ثاقب اوشېخ عادل ته اورول شوې د عمر بند سزاګانې يې ختمې کړې وې.

د يادې فېصلې پرضد د سيند صوبې حکومت او د ډېنيل پرل مور او پلار په سپریم کورټ کې اپيل کړی ؤ.

سيند هايکورټ بيا په 24م دسمبر 2020 د عمرشېخ او نورو د خوشي کولو امر کړی ؤ خو هغه نه وو خوشی کړی شوي او بيا د عدالت د سپکاوي په خواست کې سيند هايکورټ ته ويل شوي وو چې دغه مقدمه په سپريم کورټ کې روانه ده.

فېصل صديقي د عمرشېخ خط ته ډرامايي پرمختګ ویلي او غوښتنه یې کړې چې د شېخ سزا دې په ځای وساتل شي.

صديقي ای پي ته ویلي، "دا ډېره مهمه خبره ده ځکه چې د تيرو 18 کلونو نه عمر سعيد شېخ ویل چې هغه پرل نه پېژني او کله يې ورسره نه دي ليدلی، هغه ځان په دغه قضيه کې بيخي ناخبره ګڼلی خو اوس يې په لاس ليکلي خط کې ومنله چې يو څه رول يې پکې وو".

صدیقي زياته کړې "هغه دا غوښتنه نه ده کړې چې خوشی کړی شي دې، هغه قبول کړې چې قصور وار دی خو غوښتي يې دي چې د هغه سزا دې کمه کړی شي".

ای پي ویلي، د شېخ د ليکلي خط کاپي يې ترلاسه کړې چې پکې هغه ويلي، "په دې معامله کې زما ډېر کم لاس ؤ، کوم چې د مرګ د سزا سبب نه جوړیږي".

هغه دا هم منلې چې د پرل وژونکی پېژني چې عطاالرحمان [نعيم بخاري] نومېده او هغه ته بيا په کراچۍ کې په پوځي اډه بريد کې په ککړتيا د مرګ سزا ورکړی شوې وه.

شېخ چې دغه خط په 25م جولايۍ 2019کې ليکلی او د سيند هايکورټ سيل يا ټاپه پرې لګېدلې هغه پکې ويلي، موقع دې ورته ورکړی شي چې هغه په دغه پېښه کې د خپل رول سپيناوی وکړي او د هغه سزا دې کمه کړی شي.

د شېخ وکيل محمود ای شېخ ویلي، هغه (عمرشېخ) د دغه پېښې سره هيڅ تړاو نه لري، نه يې پرل پېژندو او نه يې ورسره کوم تړاو ؤ او خط يې په فشار کې ليکلي او شېخ ويلي په جېل کې يې ژوند د ځنارو هم بدتر دی.

صديقي ویلي هغه هيله لري چې دا فېصله اوس زر وشي او دغه خط به هر څه بدل کړي.

د امریکې اټارني څارنوال/ اټارني جنرل د دسمبر په وروستيو کې ویلي ؤ، چې امریکا تياره ده چې د ډېنيل پرل په وژنه کې ککړ سزاوار پرضد مقدمه وچلوي د چا د خوشي کولو امر چې د پاکستان عدالت کړی دی.

سرپرست څارنوال جېفري روسن ویلي ؤ، "مونږ د پاکستان د حکومت دې پرېکړې ته درناوی لرو چې د سيند هايکورټ د فېصلې پرضد يې اپيل کړی چې د شېخ او هغه د ملګرو سره دې حساب وشي". او نوموړي "د هغوی خوشي کول د ترهګرۍ د اغېزمنو سپکاوی یاد کړی دی".

هغه په بيان کې ویلي ؤ، "که د تورنو پرضد هڅې نه کامیابيږي امریکا تياره ده چې عمرشېخ بندي کړي او په امریکا کې پرې مقدمه وچلوي".

د جارج ټاؤن پوهنتون د پرل پروژې په کال 2011 کې په خپل څيړنيز رپورټ کې ویلي ؤ چې د پرل د وژنې په مقدمه کې غلط تن ته سزا اورول شوې ده.

دغه څيړنه چې د ډېنيل د وال سټريټ جنرل پخوانۍ ملګرې او د جارج ټاؤن پوهنتون پروفېسرې اسرا نعماني په مشرۍ شوې، دعوه پکې شوې وه چې د ډېنيل پرل وژونکی خالد شېخ محمد دی څوک چې د 11 ستمبر 2001 د امریکا د بريدونو تورن مرکزي پلانوونکی دی، احمد سعید عمر شېخ نه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG