لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې تيل بیا ګران کړی شوي


په پاکستان کې تيل بيا ګران کړی شوي او د پټرولو په بيه کې د يو ليټر په سر دوه روپۍ او 70 پېسې زياتې کړی شوي دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه په پاکستان کې د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) په يو ليټر پټرولو کې د 13روپو 18 پېسو او دغه رنګ په ډيزلو کې هم د زياتو روپو سېوا کولو سپارښتنه کړې وه خو وزیراعظم پکې د کمې ګرانۍ منظوري ورکړې ده.

په ملک کې د تيلو د بيو سېوا کولو سره د ډيزلو په يو ليټر کې دوه روپۍ او 88 پېسې سېوا کړی شوي چې ورسره د ډيزلو د يو ليټر بيه 116 روپۍ او اووه پېسو ته رسېدلې ده.

دغه ډول په پټرولو کې د دوه روپو او 70 پېسو سېوا کېدو سره د 109 روپو او 20 پېسو نه 111 روپو او 90 پېسو ته رسېدلي دي.

په نومبر کې ډیزل په 101 روپۍ او 22 پېسې او پټرول په 100 روپۍ او 69 پېسې وو.

تيره مياشت هم د تيلو بيې دوه ځله سېوا کړی شوې وې.

په ملک کې د تيلو د بیو سېوا کېدو ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون ويل شوی چې د تيلو د ګرانۍ سره به نوره ګراني سېوا شوي او د وړاندې ګرانۍ ځپلو خلکو ژوند به نور سخت اغېزمن شي.

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب خان شېر پاؤ په ټويټر د تيلو د بيو سېوا کول رد کړي او ويلي يې دي دا کار به د مالياتي نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) په وېنا شوی وي.

هغه ويلي، د تیلو په بيو کې تازه سېوا والی به د ګرانۍ نوې څپه راولي، د عامو خلکو ژوند به نور سخت کړي څوک چې د وړاندې نه په تکليف کې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG