لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبونیر پولیس وایي دایلم غر یې ترهګرو نه پاک کړی اؤ اوس هلته تاڼه جوړوي


د خېبرپښتونخوا د بونېر ضلعې د پوليسو مشر وايي د بونېر د پيربابا د ايلم لوئې غر چې وړاندې پکې ترهګر موجود وؤ اوس دغه غر د ترهګرو څخه پاک کړل شوی او دغلته د پوليس يوه تاڼه او دوه چوکۍ جوړولی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د بونېر دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او سهېل خالد وايي د ايلم غر يې د ترهګرو پاک کړی او نوموړی دعوه کوي په تير يو کال کې په بونېر کې دترهګرۍ کومه پېښه نه ده رامخې ته شوې او نه په څو مياشتو کې چاته د قلنګ دپاره ټيليفون شوی دی.

هغه وائي په تیرو شپږو میاشتو کې په استخباراتي بنيادونو دوؤ سوؤ نه زیات عملیات شوي او سیمه د ورانکارو څخه پاکه کړل کړی شوی.

دپولیسو مشر وایي په شوؤ په عملیاتو کی درنه وسله پولیس ته په لاس ورغلې ده.

هغه زیاته کړه په کال ۲۰۰۹ کی د فوځی عملیاتو له امله چه کوم ترهګر افغانستان ته اوښتي وؤ په کال ۲۰۱۸-۱۹ کې بیاد ايلم په غرونو کی ښکاره شوی وؤ او غوښتل يې چې په سوات، بونیر او صوابي کی خپل اثر ولري.

خو هغه دعوه وکړه چې د عملیاتو څخه وروسته دا سیمه اوس له ورانکارو پاکه شوې اؤ په کال ۲۰۲۰م کی داسې کومه دقلنګ غوښتنې او ترهګري پېښه مخې ته نه ده راغلې.

خو بل لوري ته په بونېر کې د عوامي نيشنل ګوند يو ځايي مشر افسر خان د پولیس دعوؤ سره اتفاق نه لري او وايي چې اوس هم د ترهګرو د موجودګۍ خبرونه مخې ته راځي.

هغه وایي تیره ورځ هم پنځه ځائي اوسيدونکو نه دقلنګ غوښتنې ټیلفونونه شوي خو چارواکو هغوئ ته باور ورکړی چې زر به دغه خلک ګرفتار کړي.

افسر خان وايي "شپږ اووه میاشتې وړاندې چې سیمه کې کوم حالات وؤ هغه تر ډیره حده کنټرول شوي خو زما دا خیال دی چې استخباراتي ادارې هم دا مني چې د ترهګرو موجودګي شته"

په کال 2009 کې د پاکستان پوځ د ملاکنډ په سوات، بونېر، دیر او شانگله سیمو کې وروسته له هغې پوځي عملیات کړي وؤ چې طالبانو یوشمېر سیمې قبضه کړې وې، په امنیتي عسکرو یې بریدونه کول او عام اولس یې په هدف کولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG