لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دامن دپاره دوه ګامه وړاندې کېدو ته چمتو یو خو دا باید زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي مونږ دامن دپاره دوه ګامه ور وړاندې کیدو ته اماده یو خو دامن اؤ ثبات دپاره دپاکستان دا خواهش باید کمزوري ونه ګڼل شي.

کشمیر سره د والي د ورځې څرکندؤلو د ورځې په اړوند خپل یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان به تل دکشمیریانو دخپلواکۍ په مبارزه کې دهغوئ ترڅنګ ولاړوي اؤ که چرې هند دملګرو ملتونو دقراردادونو په اساس دکشمیر دشخړې په هواري کې سنجیده وي نو مونږ به دوه ګامه وړاندې ویني.

دجمعې په ورځ په ګرد پاکستان کې په دولتي کچه کشمیر سره د یووالي ورځ نمانځل کیږي اؤ په دې اړوند دپاکستان بیلابیلو سیمو کې د غونډو اؤ سیمینارونو ترڅنګ لاریونونه هم شوي دي.

وزیراعظم عمران خان تور لګولی چې هند دتیرو اوؤ لسیزو راهسې وکشمیریانو دازادۍ دجذبې چقولو هڅې کوي خو په دې هڅو کې ناکام شوي دي.

په عین حال کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه پخپل یو بیان کې غوښتنه کړې ده چې د کشمیر ستونزه باید د ملګرو ملتونو دقراردادونو په رڼا کې د کشمیریانو دهېلو په اساس هواره کړل شي.

هغه دکشمیریانو دمبارزې ستائنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دکشمیر خلک د هند سخت ریاستي ظلمونه اؤ دانساني حقونو څخه سرغړونې زغمي ا اوس ددې انساني المیې دختمولو وخت رارسیدلی دی.

ګاوندي هیوادونو هند او پاکستان دواړو کشمیر په خپلو کې سره وېشلی او دواړه د ټول کشمیر دعوه کوي خو دهند د واک لاندې کشمیر کې یاغي ډلې د ۱۹۸۹ کال راهسې د هندي واکدارۍ پرضد جګړه کوي.

هند دغه جګړه دپاکستان په لمسه بولي اؤ په جګړه اخته ډلو ته دترهګرو اؤ یاغیانو نومونو ورکوي خو پاکستان ورته دازادۍ مبارزین وایي اؤ په زغرده وایي چې دهغوئ ترشا ولاړ دي.

دکشمیر دشخړې په سر هند او پاکستان تر دې دمه یو بل سره درې غټ جنګونه او یو شمیر وړې جګړې کړي او په وروستیو کښې د دوي دایټمي وسلو زغل نور هم چټک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې مطبوعاتي راپورنه وایي د دواړو هیوادونو دنیمایي نه زیات وګړي دتعلیم،صحت اؤ روزګار په مدونو کې دګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي اؤ ګڼ شمیر وګړي پکې په خلاص مټ ډوډۍ هم نه مومي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG