لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي افغانستان کې پاکستاني طالبانو سره نورې تندروه ډلې هم ملګرې شوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان په ليکو کې د بېلا بېلو وسله والو ډلو راېوځائ کېدل اندېښمن بللي او خبرداری یې ورکړی چې په تحريک طالبان پاکستان کې دوسله والو ډلو راغونډېدو سره پاکستان او سيمې ته دترهګرۍ ګواښ هم زيات شوی دی.

د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رپورټ کې د افغانستان دننه د لاقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان په ليکو کې د بېلا بېلو وسله والو ډلو په راېوځائ کېدو فکر مندي ښودل شوې ده.

په دغه راپور کې ويل شوي چې تېر کال د جولايي او اګست په میاشتو کې پينځوؤ وسله والو ډلو د تحريک طالبان پاکستان بېعت کړی چې په کې جماعت الاحرار، حزب الا حرار، امجد فاروقي او د عثمان سېف الله ګروپونه شامل دي.

د ملل متحد په رپورټ کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې تحريک طالبان پاکستان کې د بېلا بېلو ډلو ورننوتلو سره پاکستان او سيمې ته دترهګرۍ ګواښ هم زيات شوی ځکه چې دې سره ددغه ډلې د حملو توان نور هم سېوا شوی دی.

پېښور کې میشت وتلی خبريال دترهګرۍ په وضعیت لرونکي رفعت اورکزئ ډيوه ته وايي د ملل متحده لخوا شپږ میاشتې مخکني رپورټ کې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو شمېر شپږ زره ښودل شوې ؤ خو د نورو ډلو ددې په ليکو د ورګډېدو سره دغه ډلې د حملو توان هم پراخه شوی دی.

هغه وایي داسې ښکاري چې ټي ټي پي د پاکستان په څلورو قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې فعاله ده او دغلته په امنیتي ځواکونو او حکومت پلوه مشرانو بریدونه هم کېږي.

هغه وايي څه ورځې مخكې د تحريک طالبان پاکستان يو بیان مخې ته راغلی ؤ چې هغې طالبانو پاکستان د خپلې جګړې (چې هغوئ ورته جهاد وایي)مرکز بللی ؤ او يقيناً دا دپاکستان دپاره ېو غټ چېلنج دی .

د ملل متحده رپورټ هم وایي چې تحریک طالبان پاکستان کال 2020 جولاىي او داکتوبر په میاشتو کې د پولې دې غاړې ته د سلو نه زيات بریدونه کړي دي.

د ملل متحده د امنیت شورا په دې رپورټ کې د هېواد دننه په ترهګریزو فعالیتونو کې د بوختو کسانو پرضد د پاکستان حکومتي ګامونه هم منل شوي دي اؤ وايي پاکستان د هغو کسانو پر ضد هم اقدامات کړي چې د ترهګرۍ په مالي مرستو کې ککړ وؤ.

مطبوعات وايي دپاکستان سفارتي حلقې دا دهند د هغو ادعاؤ رد ګڼي چې ګواکې پاکستان د هند مخالف ډلو پرضد مبارزه نه کوي .

خو د امنيتي چارو څېړنکار جميل چترالي ډيوه ته وايي که نړۍ مني او که نه خو د ترهګرۍ په مالي مرستو کې د ککړو کسانو پرخلاف ګامونه اخستل د پاکستان په خپلو مفادو کې دي.

هغه وایي د ملل متحده رپورټ د پاکستان لپاره يو مثبت علامت دی خو پاکستان له په دې خوش فهمۍ کې نه دي پاتې کېدل پکار چې دا به پاکستان خوندي وساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG